اسلام آباد 29 اګست (اے پي پي) خارجه سيکرټري محمد سائرس سجاد قاضي د کيمرون په ياٶنډے ښار كښې د او آئي سي د خارجه وزيرانو د غونډې په موقع د بنګله دېش د خارجه وزارت سلاحكار محمد توحيد حسېن سره ليدلي۔ د خارجه دفتر بيان له مخې خارجه سيکرټري د پاکستان لخوا بنګله دېش سره د ورورولۍ اړيكو ته اهميت وركوي۔ ده د پاكستان او بنګله دېش اولس ترمېنځه په ژورو جذباتو رڼا اچولو سره د پاکستان لخوا د دوه اړخيزه اړيكو او خبرو اترو مخ په وړاندې بوتللو له د خواهش څرګندونه وكړه۔ د بنګله دېش خارجه سلاحكار محمد توحيد حسېن خارجه سيکرټري د خپل هېواد تازه سياسي پېشرفت نه خبر كړو۔ د بيان له مخې خارجه سيکرټري د بنګله دېش اولس د پرله پسې امن٫ همكارۍ او خوشحالۍ لپاره د نيكو هيلو څرګندونه وكړه۔