په آئين باور لرونكو لپاره د خبرو اترو دروازې پرانيستې دي ٬ زر به د بلوچستان دوره كولو سره بشپړه خبرې اترې وكړې شي٬ وزيراعظم شهباز شريف

image

اسلام آباد۔27 اګست(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف د دښمن ناپاكه ارادې ناكامه كولو له د بشپړه يو والي او د ترهګرۍ خاتمې له د كلك عزم پخلي كولو سره وئيلي چې په ملي بېرغ او آئين باور لرونكو لپاره د خبرو اترو دروازې پرانيستې دي ٬ ډېر زر به د بلوچستان دوره كولو سره بشپړه خبرې اترې وكړې شي٬ په بلوچستان او خېبر پښتونخوا كښې ترهګرو بې ګناه وګړي په نخښه كړي ٬ د ټي ټي پي ترهګر افغان خاورې څخه كارروايۍ كوي ٬ دښمن قوتونه د چين او پاكستان ترمينځه خليج رامخې ته كول او د هېواد د پرمختګ مخه نيول غواړي٬ د امنيتي ځواكونو قربانۍ به بې ځايه نه ځي٬ پاك پوځ ته به د ترهګرۍ خمتولو له ټول وسائل وركولې شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه وزيراعظم د نهې په ورځ د وفاقي كابينې غونډه كښې خپلو خبرو كښې وكړه۔ وزیراعظم ووئيل په تېرو څو ورځو كښې د ترهګرۍ دړدېدلې پېښې رامخې ته شوي دي۔ د ترهګرۍ په اوسنۍ چپه كښې 50 څخه زيات پاكستاني وګړي شهيدان شوي دي٬ دې سره سره زمونږ د امنيتي ځواكونو او قانون نافذ كوؤنكو ادارو افسران او اهلكار هم شهيدان شوي دي٬ دا يوه زياته مهمه معامله ده۔ وزیراعظم ووئيل د تېرو څو مياشتو په مهال ترهګري زياته شوې ده٬ په ډېرہ اسماعیل خان ، کرک او نورو سيمو كښې ترهګرو بې ګناه پاكستاني وګړي په نخښه كړل٬ د ترهګرۍ پېښې د غندنې وړ دي٬ په دې كښې هېڅ شك او شبه نشته چې ترهګر له افغان خاورې څخه كارروايۍ كوي٬ په دې اړه د پاكستاني حكومت لخوا افغان حكومت خبر كړے شوے دے او د ترهګرۍ په ضد فعاله آپرېشن هم وكړے شو۔ ده ووئيل په بلوچستان كښې چې پرون د ترهګرۍ كومې پېښې رامخې ته شوې د هغې چې څومره هم غندنه وكړې شي كمه ده٬ بې ګناه پاكستاني وګړي شهيد كولو سره ترهګر خپلې ناوړه ارادې ترسره كولې نه شي٬ د دوئي د ناوړه او ناپاك عزائمو يوازينې مقصد د هېواد د پرمختګ سفر او د سي پېك لاندې په ګردې هېواد كښې روانې منصوبې اودرول دي او دا چې د پاكستان او چين ترمينځه فاصلې پېدا كړې شي۔ ده ووئيل د ظلم او بربريت چې كومې پېښې رامخې ته شوې ٬ ټول قام ددې غندنه كوي۔ وزیراعظم ووئيل په ځايې د دې چې دا ووئيلې شي چې ترهګرو د هېواد د يوې برخې كسان په نخښه كړل كه دا ووئيلې شي چې پاكستانيان يۍ شهيدان كړي دي نو دا به د هېواد د سالميت حوالې سره زياته مناسب او بشپړه خبره وي۔ وزیراعظم ووئيل د ترھګرۍ د ختمولو وخت راغلے دے٬ دې لپاره چې څومره هم قربانۍ وركړې شوې يا وركولې شي كه پاك پروردګار ته منظور وي بې ځايه به نه ځي۔ حکومت به په دې لړ كښې پاك پوځ ته ټول وسائل وركوي٬ پاتې ټول خرڅونه به كمولو سره امنيتي ځواكونو ته به ټول وسائل وركوؤ۔ وزیراعظم ووئيل د پاك پوځ د سپه سالار ٬ د امنيتي ځواكونو د افسرانو او اهلكارو عزم مضبوط دے او دوئي به په هر صورت كښې ترهګري ختموي۔ په دې اړه د ټول قام سوچ او فكر يو دے٬ په دې كښې كومه بله رايې نشته۔ وزیراعظم ووئيل په بلوچستان كښې ترهګر چې كومې كارروايۍ كوي د هغې يوازينې مقصد د پاكستان دننه اړې ګړې رامخې ته كول دي٬ وفاقي حكومت به صوبائي حكومتونو سره په ګډه اقدامات كوي۔ وزیراعظم ووئيل سره د ټولو ستونزو د پرمختګ په لاره كښې د خنډانو اودرؤنكو هڅې به شنډې كوؤ او د ترهګرو ناوړه ارادې به ناكامه شي په شرط د دې چې مونږ له به خپل دښمنان پېژندل وي ٬ د هغوي ناوړه ارادو ته ماتې وركولو له به يو موټې كېدل وي او د بشپړه يووالي څرګندونه به كول وي۔ وزیراعظم ووئيل په دې اړه د كوم ډول كمزورۍ سوال هم نه پېدا كيږي بياهم په بلوچستان كښې چې كوم كسان د پاكستانيت سوچ لري او د پاكستان آئين او شين هلالي بېرغ تسليموي هغوي سره د خبرو اترو دروازې هر وخت پرانستې دي خو كوم چې دښمنان دي هغوي سره كله هم خبره كېدې نه شي او نه به هغوي سره كومه نرمه رويه اختيارولې شي۔ دا ښكاره پېغام دے۔ وزيراعظم ووئيل تېره ورځ رامخې ته شويو پېښو ټول فكر سره مخ كړي دي۔ كه پاك پروردګار ته منظور وي مونږ به په ټولو چېلنجونو قابو ومومؤ۔ وزیراعظم ووئيل ترهګر په پاكستان كښې هېڅ ځايې نه لري٬ كه هر څه وي د دوئي به بشپړه خاتمه كولې شي۔ وزيراعظم ووئيل زه به ډېر زر د بلوچستان دوره كوم او په دې ټول صورتحال به بشپړه خبرې كوم۔ ده زياته كړه چې د صورتحال جاج به اخلؤ او د فوري اقداماتو پرېكړه به كوؤ۔ ده ووئيل پاك پروردګار به په خپل خاص فضل او كرم پاكستان دې ټولو ستونزو څخه بهر كړي او د دښمنانو ارادې به ناكامه شي۔

مضمون کا ماخذ : لاٹری کی تجزیاتی ایپ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں