اسلام آباد 01 اګست (اے پي پي) پاکستان په منطقه كښې د اسرائيل د پرله پسې مهم جوئۍ او د لبنان په ضد د اوسني بريد په سختو ټكو غندنه كولو سره وئيلي دي په بېروت كښې د اسرائيلي عسكرو جارحيت د لبنان خپلواكۍ او د سيمه ايزې سلامتيا سنګينه خلاف ورزي ده۔ د خارجه دفتر وياندې ممتاز زهره بلوچ د زيارت په ورځ د پرېس بريفنګ په مهال ووئيل دا بريد د نړيوال قوانين او د ملګرو ملتونو د چارټر ښكاره خلاف ورزي ده ۔ دې ووئيل پاکستان د لبنان اولس سره يووالې لري او هغوي سره ولاړ دے او هغوي په امن او سلامتيا سره د اوسيدو او د خپلواكۍ د حق ملاتړ له پخلے كوي۔ وياندې ووئيل د خپلواكه هېوادونو دننه كسان په نخښه كول د نړيوال قانون او اصولو خلاف ورزي ده، دا د اسرائيل د پرله پسې او زيات شوي جارحيت يوه بله څرګندونه ده كومه چې سيمه ايز او نړيوال امن او سلامتيا ته زيان رسولو لپاره پرله پسې روانه ده ۔ وياندې ووئيل په منطقه كښې د اسرائيل تازه كاروائۍ خطرناكې دي كومې چې مېنځني ختيز كښې سپېځلې او د اوږد مهاله امن ترلاسه كولو هڅو ته زيان رسوي، اسرائيل دې كاروائيو لپاره ځواب وركړي٬ د اسرائيل غېر ملکي کارروائۍ سيمه ايزه سلامتيا په خطر كښې اچولې ده۔ وياندې ووئيل د اسرائيل پلويانو له پكار دي چې ھغوي د منطقې د هېوادونو خپلواكۍ او سيمه ايزې سلامتيا خلاف ورزۍ بندولو لپاره په اسرائيل خپله مخ ملازه استعمال كړي۔ دې ووئيل په تهران كښې د حماس د سياسي بيورو د مشر اسماعيل هانيه وژنه د وړاندې نه په غېر مستحكمه منطقه كښې د خطرناك اړي ګړي يو عمل دے چې ورسره د امن عمل ته زيان رسېدلے۔ وياندې ووئيل مونږ د ارواښاد كورنۍ او د فلسطين اولس سره غمرازي كوٶ٬ د هغه د قاتلانو محاسبه پكار ده۔ دې ووئيل اسرائيل په اکتوبر 2023 كښې د فلسطيني اولس په ضد د ترهګرۍ كمپائن پېل كړے٬ مونږ ملګرو ملتونو څخه غوښتنه كوٶ چې ھغوي د نړيوال قانون پاسداري وكړي او د غزه د اولس د نسل كشۍ خاتمه وكړي۔ وياندې ووئيل پاکستان د فلسطيني اولس د خپلواكۍ د ناقابل تنسيخ حق ترلاسه كولو، د هغوي فلسطين ته د ستنېدو د حق او د القدس الشريف پايه تخت سره فسلطين د يو آزاد رياست جوړېدو له د ملاتړ هم پخلے كوي