كراچي 30 جولائي (اے پي پي)د سندھ وزيراعلٰی سيد مراد علي شاه سره د تركيې نيوي كمانډنګ افسر شپ ټي سي جي كناليډا٬كمانډر سائيكن دوآن ملاقات كړے ۔د وزيراعلٰی هاؤس لخوا جاري شوي اعلاميه له مخې د سندھ وزيراعلٰی كمانډر سائيكن دوآن٬ د بحري جهاز او عملې كراچۍ ته په رارسېدو هركلے اووې۔د سندھ وزيراعلٰی ووئيل په ملاقات كښې په پيشه وره چارو خبرې اترې وشوې ۔د سندھ وزيراعلٰی ووئيل د پاكستان اولس د تركيې سره اړيكو ته ډېر په مينه او احترام ګوري۔