مونږ له د ټيلي ميډيسن او ډيجيټل هېلت رېكارډ غوندې نوې ټېكنالوجيز څخه ګټه پورته كول پكار ده٬د فارماسيوټيكل كمپنو مسئلو حل لپاره پارليمان او حكومت هر ممكن مرستې لپاره چمتو دي ۔سيد يوسف رضا ګېلاني

image

اسلام آباد 25 ستمبر(اے پی پی)د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګېلاني وئېلي دي مونږ له د ټيلي ميډيسن او ډيجيټل هېلت رېكارډ غوندې نوې ټېكنالوجيز څخه ګټه پورته كول پكار ده٬تحقيق٬پرمختګ٬ښه ريګوليټري فريم او كمپنو سره نړيوالې مرستې ته ودې وركولو لپاره به پبلك پرائيوېټ پارټنرشپ ته وده وركول وي٬د فارماسيوټيكل كمپنو مسئلو حل لپاره پارليمان او حكومت هر ممكن مرستې لپاره چمتو دي ٬د پاكستان فارماسيوټيكل انډسټري سباؤن روښانه دے۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ د پاكستان فارماسيوټيكل مينو فيكچرز اېسوسي اېشن تر سيوري لاندې د درېم ايوارډ وركولو په اړه راجوړ كړي سمټ ته د خاص مېلمه په توګه خطاب كښې وكړه۔د سېنېټ چيئرمېن ووئيل نن ما له په پي اي اېس اے ايكسپورټ ايوارډز كښې ګډون كول د خوشحالۍ او اعزاز خبره ده٬دا عظيم الشانه دستوره د پاكستان فارماسيوټيكل څانګې د ښې كاركردګۍ جشن دے۔ده ووئيل په دې كنفرنس كښې مونږ د هغوي نه يوازې د زړه پورې كاميابو اعتراف كوو بلكې د دې مهم صنعت پرمختګ لپاره د عزم پخلے هم كوو٬پي پي اېم اے په هېواد او نړيواله كچه د پاكستان فارماسيوټيكل وده كښې مهم كردار ادا كړے۔سيد يوسف رضا ګېلاني ووئيل نړيوال وبائي بحران پشمول د كووېډ-19 وبائي رنځ په مهال هم د دې كردار مثالي پاتې شوے٬د پاكستان 95 فيصد څخه زيات داروګانو ضروريات ځايې مينو فيكچررز پوره كوي٬د دې صنعت وده د وخت مهم ضرورت دے۔ده ووئيل دلته موجودې فارما سيوټيكل كمپنۍ نه يوازې د ماركيټ ليډر دي بلكې دا زموڼږ د معاشي پرمختګ د لارې هم مشالونه دي ٬دا كمپنۍ برآمدات كښې ځانګړې اضافه او د پاكستان ښه صلاحيتونه په ټوله نړۍ كښې رامخې ته كوي٬فارماسيوټيكل سيكټر زمونږ د معيشت مهمو ستنو كښې يو دے ۔د سېنېټ چيئرمېن ووئيل دا څانګه اروپا٬امريكا او آسيا او د افريقې ښو ماركيټونو او تر منډيانو خپله رسنه زياتوي۔ده ووئيل د سيمه ايزو كمپنو په مقابل كښې د پاكستان فارماسيوټيكل انډسټري نسبتا ً وړه ده خو د دې پرمختګ يقيني دے٬هند د خپل مضبوط فارماسيوټيكل سيكټر سره د عامو داروګانو جوړولو او برآمدات كښې په نړيواله كچه ډېر وړاندې روان دے٬په كال 2022 كښې د هند دواسازۍ برآمدات د 24 بلين ډالر څخه زيات وو٬پاكستان جولائي 2023 نه تر جون 2024 په مهال 341 ملين ډالر څخه د زيات ماليت داروګانو جوړولو سامان برآمد كړے۔د سېنېټ چيئرمېن ووئيل مونږ له د ټيلي ميډيسن او ډيجيټل هېلت رېكارډ غوندې نوې ټېكنالوجيز څخه ګټه پورته كول پكار ده٬د فارماسيوټيكل كمپنو مسئلو حل لپاره پارليمان او حكومت هر ممكن مرستې لپاره چمتو دي ۔د سېنېټ چيئرمېن ووئيل ډرګ ريګوليټري اتهارټي٬سټيك هولډرز او اړوندو چارواكو څخه غوښتنه كوو چې هغوي فارماسيوټيكل كمپنو سره بشپړه مرسته وكړي٬زه ټولو ايوارډ ګټونكو ته د زړه نه مباركي وركوم٬راځۍ چې دې موقعې څخه په ګټه پورته كولو د خپل عزم پخلے وكړو چې يو روښانه٬صحت مند او زيات خوشحال پاكستان لپاره خپلې هلې ځلې روانې اوساتلې شي۔

مضمون کا ماخذ : سامراا سپلٹ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں