اسلام آباد۔30 جولائي (اے پي پي)د وزيراعظم د صحت چارو صلاحكار ډاكټر مختار احمد بهرته وئېلي دي د وزيراعظم په مشرتابه كښې د صحت څانګې لا ښه والي لپاره اقدامات روان دي ٬ د تور زيړي خاتمې لپاره د 68 اربه روپو پروګرام پېل كړے شوے ٬ د ډبليو ايچ او د صحت په څانګه كښې وركړے كېدونكو خدماتو ته د قدر په سترګه ګورو ٬ د صحت وزارت نه جاري كړي بيان تر مخه د دې خيالاتو څرګندونه ده د صحت ڼريوالې ادارې ډائرېكټر په مشرۍ كښې راغلي پلاوي سره خبرو كښې وكړه چا چې د نهې په ورځ ده سره ملاقات وكړو ۔ په دې مهال وفاقي د صحت سېكرټري نديم محبوب هم موجود ؤ۔ملاقات كښې د صحت څانګې او په دوه اړخيزه د خوښې په چارو خبرې وشوې۔ په دې مهال ډاكټر مختار بهرته ووئېل د ډبليو ايچ او د صحت په اره روانو خدماتو ته د قدر په سترګه ګورو ۔ ده ووئېل د تور زيړي خاتمې لپاره د 68 اربه روپو پروګرام پېل كړے شوے ٬ ده ووئېل د وزيراعظم د هیپاټائټس سي د خاتمې په بروګرام به وفاقي او ټول صوبائي حكومتونه عمل درامد كوي۔ په ټول هېواد كښې په لويه پېمانه د 160 مېلين آبادۍ سكريننګ به باوري كولې شي۔ په ټېسټ مثت راتللو به رنځور له وړيا علاج وركولې شي۔ ده ووئېل د هيپاټاټس د زيات بار له امله د صحت وزارت د رنځ خاتمه باوري كولو لپاره يوه كوټلې تګلاره جوړه كړې ۔ د هيپاټائټس سي په نتيجه كښې د رامخې ته كېدونكې پېچلتيا له امله مرګونه زياتېږي او د دې علاج هم ګران دے۔ډاكټر مختار ووئېل وفاق او صوبې دې په ګډه د تور زيړې خاتمه باوري كړي۔ وزارت به د وېنې سكريننګ زياتولو ټيسټنګ او د علاج ٬ د وينې محفوظه منتقلې باوري كوي ۔ د غېر استعمال شوي او ډسپوزېبل سرنجز او د انفيكشن په كنټرول به عمل درامد باوري كوي۔ ملاقات كښې د صحت د نړيوالې ادارې ډائرېكټر د صحت صلاحكار ډاكټر مختار ته د تور زيړي خاتمې لپاره د هر ممكنه مرستې باور وركړو او د حكومت پورته كړي ګامونه ئې وستائېل۔