مادر ملت فاطمه جناح د قائداعظم محمد علي جناح په مشرۍ كښې په تحريك پاكستان كښې مهم كردار ادا كړے ۔سردار اياز صادق

image

اسلام آباد 31 جولائي (اے پي پي)د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق د مېرمن فاطمه جناح د هېواد او قام لپاره په خذمات هغې ته د عقيدت پیرزوئنې وړاندې كولو سره وئېلي دي هغې د قائداعظم محمد علي جناح په مشرۍ كښې په تحريك پاكستان كښې مهم كردار ادا كړے٬هغه يوه بهادره٬اصول لرونكې او د قوي اعصابو مالكه مېرمن وه۔دا خبره ده د مېرمن فاطمه جناح زېږېدنې ورځ په موقع په خپل پیغام كښې كړې۔سردار اياز صادق وئېلي دي د مادر ملت كردار مېرمنو لپاره عزم او استقامت٬ډاډ او د لارښودنې ذريعه ده٬مېرمن د قائداعظم محمد علي جناح دست راست او جان نثاره خور وه۔هغې د تحريك آزادۍ په هر پړاؤ كښې د قائداعظم بشپړه ملګرتيا كړې٬د قائداعظم محمد علي جناح غوندې همت لرونكې٬اصول لرونكې٬محنتي او په هر سخت وخت كښې ثابت قدمه پاتې كېدونكې مېرمن د تحريك آزادۍ د هر اول ډلې لارښوده وه۔ده ووئيل د پاكستان جوړېدو نه پس هم هغه عملي سياست كښې هڅې كولې او اولس په خاص توګه د مېرمنو خېرښېګړې لپاره ئې بشپړ كردار تر سره كولو۔ده ووئيل مرمن فاطمه جناح د پاكستان جوړېدو نه پس د پاكستان ويمن اېسوسي اېشن بنياد كېښودو ٬ د مېرمن فاطمه جناح د هېواد او قام لپاره خذمات به تل په زرينو ټكو ياد ساتلې شي

مضمون کا ماخذ : علاقائی کلیدی الفاظ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں