ګلګت څخه تر خنجراب موټروے ”ګيم چينجر”منصوبې سره به چين او د مېنځنۍ اسياء هېوادونو ته رسنه ممكن شي۔ وفاقي وزير عبدالعليم خان

image
APP31-250724 ISLAMABAD: July 25 - Federal Minister for Communications, Privatization and Board of Investment, Abdul Aleem Khan chaired a high-level meeting of the National Highway Authority. APP/MAF/TZD/FHA

اسلام آباد 25 جولائي (اے پي پي) د مواصلات او سرمايه کاري بورډ وفاقي وزير عبدالعليم خان د سترو لارو جوړول او نوې منصوبې په ګوته كولو ته د پام لرنې كولو امر سره وئيلي دي ګلګت څخه خنجراب موټروے ”ګيم چينجر”منصوبې سره به چين او د مېنځنۍ اسياء هېوادونو ته رسنه ممكن شي، تعميراتي منصوبو لپاره دې ايماندار او صلاحيت لرونكې افسران غوره كړې شي او اتھارټي دې خپل امدن زياتولو لپاره اقدامات وكړي۔ ده دا خبره د زيارت په ورځ د نيشنل هائي وے اتھارټي (اېن اېچ اے) د بېلا بېلو منصوبو د جاج اغستو غونډې په مهال وكړه ۔ ده امر وكړو چې د سترو لارو جوړول او نوې منصوبې په ګوته كولو له د ترجيحاتو دې تعين وكړے شي ۔ ده ووئيل يوازې پېسې خرڅ كول كمال نه دے٬ محكمو له به خپل آمدن زياتول وي۔ په دې موقع عبدالعليم خان ته د نيشنل هائي وے اتھارټي افسرانو لخوا په ګلګت پيکج تفصيلي بريفنګ هم وركړے شو۔ په غونډه كښې د اېن اېچ اے لخوا د نوو ټول پلازو جوړول او فعاله كولو په اړه تفصيلات وړاندې كړے شول او غونډې ته ووئيل شول چې سږ كال به اېن اېچ اے ته 23 اربه اضافې فنډز ترلاسه شي۔

مضمون کا ماخذ : sorteos میگا سینا
متعلقہ مضامین
مزید خبریں