قامي صحت لپاره د وزيراعظم کوآرډينيټر ډاکټر مختار بھرتھ په خاص امر پمز روغتون لپاره د اېچ وي اے سي منصوبې پي سي ون منظور كړے شو

image

اسلام آباد۔24ستمبر (اے پي پي) قامي صحت لپاره د وزيراعظم کوآرډينيټر ډاکټر مختار بھرتھ په خاص امر پمز روغتون لپاره د اېچ وي اے سي منصوبې پي سي ون منظور كړے شوے۔ د نهې په ورځ خپل بيان كښې ډاکټر مختار احمد بھرتھ ووئيل د 1700 ټن اېچ وي اے سي ګنجائش به تر 2500 ټن زياتولې شي٬ ده ووئيل د منصوبې پي سي ون منظور كړے شوے٬ په دې منصوبه 1654 ملين روپۍ لګښت راځي او په شپږو مياشتو كښې به بشپړولې شي۔ ده ووئيل د صحت په څانګه كښې بهترۍ لپاره د اصلاحات لړۍ روانه ده٬ په اوړي كښې د مناسب كولنګ سسټم نشتوالي په سبب رنځوران ستونزو سره مخ وٶ، دې اقدام سره به په اوړي او ژمي كښې د حرارت درجه معتدل وي۔ ده ووئيل د اولس بهتري او روغتونو ته جديد سهولتونه وركول باوري كوٶ، د سرکاري روغتونونو كاركردګي لا ښه كولو پوخ عزم لرو

مضمون کا ماخذ : apostas lotofácil
متعلقہ مضامین
مزید خبریں