د كابينې اقتصادي رابطه كمېټۍ تاجكستان ته د 40 زره ټن چينو برآمد كولو منظوري وركړه

image

اسلام آباد 20 ستمبر (اے پي پي)د كابينې اقتصادي رابطه كمېټۍ(اي سي سي)تاجكستان ته د 40 زره ميټرك ټنه چينو برآمد كولو منظوري وركړی٬غونډه كښې تر راتلونكې جنورۍ د ځايې ضروريات نه زياتو يو لك ټنه چينو د برآمد كولو سمرۍ جائزه واخستلې شوه او د تفصيلي خبرو اترو او جائزې نه پس د 13 جون 2024 اي سي سي غونډه كښې د ترسره شوو شرائطو او ضوابط له مخې د چينۍ برآمد كولو منظوري وركړی شوې ۔د كابينې اقتصادي رابطه كمېټۍ غونډه د جمعې په ورځ د خزانې وفاقي وزير سېنېټر محمد اورنګزېب په مشرۍ كښې وشوه۔په غونډه كښې د صنعت او پېداوار وفاقي وزير رانا تنوير حسېن٬د بجلۍ وفاقي وزير سردار اويس احمد خان لغاري٬د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال٬د خزانې او محصولات وزير مملكت علي پروېز ملك٬د پلاننګ كمېشن دوهم چيئرمېن٬د سټېټ بانك ګورنر٬د اېس اي سي پي چيئرمېن٬وفاقي سېكرټريز او د اړوندو وزارتونو او ډويژنونو سينئر افسرانو ګډون وكړو۔د خزانې وفاقي وزير د غونډې په پېل د اقتصادي رابطه كمېټي د هېواد معيشت تازه ترين صورتحال٬معاشي استحكام او معاشي اشارو كښې ځانګړې ښه والي نه خبر كړه۔ده ووئيل د پاكستان روپۍ قدر مستحكم دے او د غېر ملكي زرمبادله پانګې د 26 مياشتو لوړې كچې ته رسېدلې٬ د زرمبادله پانګو استحكام كښې د ترسيلات زر قوي او پرله پسې كردار ځانګړے دے۔ده ووئيل د پاكستان د آئي ټي برآمدات اوس د 300 ملين ډالرو د مياشتې په كچه مستحكم شوے كوم چې د پاكستان برآمدي څانګې لپاره ښه خبر دے۔د خزانې وزير ووئيل روشن ډيجيټل اكاؤنټس كښې پرله پسې او مستحكمه اضافه خوشبينه ده ٬تېره مياشت كښې به دې مد كښې 165 ملين ډالر سرمايه كاري شوې۔د خزانې وفاقي وزير ووئيل افراط زر كښې د سنګل ډيجيټ تر حده ځانګړے كمے راغلے او انشاﺀ الله ستمبر كښې د نور كمي رامخې ته كېدو هيله ده۔د حسابات جاريه كهاتو خسارې صورتحال په قابو كښې دے٬د اګست په مياشت كښې كرنټ اكاؤنټ 75 ملين ډالره فاضل پاتې كېدل زمونږ د بهرني څانګې زيات شوي استحكام آئينه دار دے۔د خزانې وزير هيله څرګنده كړه چې د تيلو په بيعو كښې كمے ٬ د ډالر قدر كښې استحكام او د سود شرح كښې كمے راغلے ۔د خزانې وزير ووئيل د حكومت لخوا د شورو په ورځ ټريژري بلز ټولې بولۍ مسترد كېدو مطلب دا پیغام وركول دي چې حكومت د قرض اغستو لپاره ليواله نه دے۔حكومت به راتلونكو ورځو كښې د قرض ترلاسه كولو لپاره خپل شرائط تر خاطره اوساتي٬اوس وخت راغلر چې زمونږ بينكنګ سيكټر نجي څانګې ته د قرضې وركولو پلو پام وګړي ۔ ۔ده ووئيل د قام په دعاګانو او د وزيراعظم محمد شهباز شريف د دوه اړخيزه شراكتدارو٬ځايې ډلو٬انتظامي او ملكي ادارو په اشتراك څخه په شوو هڅو به د 25 ستمبر آئي اېم اېف پروګرام په اړه ښه خبرونه ترلاسه شي۔د آئي اېم اېف څخه د قرض ترلاسه كولو نه پس مونږ د كلي معيشت استحكام لاره پړیښودل نه دي ٬ ده ووئېل ميكرو اكنامك استحكام بنيادي هائي جين دے كوم چې د معيشت ودانۍ قوي كولو كښې بنياد كار كوي٬مونږ ميكرو اكنامك استحكام په لاره روان پاتې كېدو سره د مائيكرو اكنامك استحكام منزل ترلاسه كولې شو۔ دغسې د كابينې اقتصادي رابطه كمېټۍ(اي سي سي)تاجكستان ته د 40 زره ميټرك ټن چينۍ برآمد كولو منظوري وركړه ٬ د غونډې په مهال د داخله وزارت لخوا قبائېلي سيمو كښې 8 مېرمنو مركزونه جوړولو لپاره د 456 ملين روپو تكنيكي ضمني ګرانټ منظوري هم وركړی شوه ۔

مضمون کا ماخذ : jogos de loteria Nordeste
متعلقہ مضامین
مزید خبریں