د قامي اسمبلۍ سپيكر سره د كشمير چارو وفاقي وزير انجينئر امير مقام ملاقات٬د كشمير استحصال ورځې په اړه په اقدامات د خيالاتو څرګندونه

image

اسلام آباد 01 اګست (اے پي پي)د قامي اسمبلۍ سپيكر سرد قامي اسمبلۍ سپيكر سره د كشمير چارو وفاقي وزير انجينئر امير مقام ملاقات٬د كشمير استحصال ورځې په اړه په اقدامات د خيالاتو څرګندونهدار اياز صادق سره د زيارت په ورځ د كشمير چارو وفاقي وزير انجينئر امير مقام ملاقات كړے چې پكښې د 5 اګست د كشمير استحصال ورځې په اړه د اقداماتو پشول په نورو چارو هم د خيالاتو څرګندونه وشوه۔د كشمير وفاقي وزير د قامي اسمبلۍ سپيكر ته د 5 اګست كشمير استحصال ورځې په اړه د راډيو پاكستان نه تر ډي چوك د يووالي لاريون او نورو اقداماتو نه خبر كړو او په دې معامله په ايوان كښې د قرارداد راوړولو په اړه هم د خيالاتو څرګندونه وشوه۔سپيكر ووئيل 5 اګست 2019 هند د جمو او كشمير خاص حېثيت ختمولو سازش وكړو ۔پاكستان د كشمير مسئله په هر سيمه ايز او نړيوال فورم په بشپړه انداز كښې رامخې ته كړې۔د جمو و كشمير شخړې هواري نه غېر په منطقه كښې امن ممكن نه دے ۔ده ووئيل د جمو و كشمير شخړې هوارے د كشميري اولس هيلو او يو اېن قراردادونو له مخې ضرورې دے ۔پاكستان به د كشميريانو وروڼو او خوئېندو جائزو حقونو ترلاسه كولو لپاره د هغوي پارليماني٬سفارتي٬اخلاقي او سياسي ملاتړ روان ساتي۔

مضمون کا ماخذ : لاٹری ٹکٹ کی قیمت
متعلقہ مضامین
مزید خبریں