د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګېلاني د مصر په قامي ورځ د مصر پارليمان٬اولس او حكومت له مباركي وركړه

image

اسلام آباد 23 جولائي (اے پي پي)د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګېلاني د مصر په قامي ورځ د مصر پارليمان٬اولس او حكومت له مباركي وركړې او د نيكو هيلو څرګندونه ئې كړې۔د نهې په ورځ په خپل يو پېغام كښې د پاكستان او مصر ترمينځه د تاريخي ملګرتيا او مرستې حواله وركولو سره د دواړو هېوادونو ترمينځه د اوږد مهاله اړيكو په لا قوي كولو زور راوړو۔ده ووئيل د پاكستان او مصر ترمينځه اړيكې بېلو څانګو كښې په شريك احترام او مرسته اډانه دي او دواړه هېوادونه په ګڼ نړيوال پليټ فارمز د يو بل ملګرتيا كوي كومه چې زمونږ اړيكې ژورې ظاهروي۔د سېنېټ چيئرمېن هيله څرګنده كړه چې د ملګرتيا او معاونت لړۍ د شريك اهداف تر لاسه كولو او د دواړو قامونو خوشحالۍ لپاره به دوامداره وي۔

مضمون کا ماخذ : loteria com prêmio acumulado
متعلقہ مضامین
مزید خبریں