اسلام آباد 30 جولائي (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيکر اياز صادق د سپريم کورټ د مبارك ثاني نظرثاني كېس پرېكړې پحقله معامله د قانون او انصاف كمېټۍ ته د لېږلو سپارښتنې كولو سره وئيلي دي په سمدستي توګه دې د غونډې نوټس جاري كړے شي او پرله پسې دې په غونډو كولو رپورټ مرتب كړے شي ٬ د قانون او انصاف وفاقي وزير ووئيل په کميټۍ كښې به مونږ ټولو له دا پرېكړه په غور سره لوستل وي او كمېټي د علمائے كرام څخه هم په دې حساس معامله رائے اخستلې شي۔ د نهې په ورځ د قامي اسمبلۍ په غونډه كښې د سني اتحاد کونسل مشر صاحبزاده حامد رضا د اعتراض په نكته ووئيل د هر چا د ګوند د تړون نه پرته ختم نبوتۖ د ټولو د ايمان برخه ده٬ په ائين كښې واضح ليك دي چې د مرزايانو او احمديانو د عبادت ځايونو ته جومات او د ھغوي كتاب قرآن نشي بللے كېدے۔ ده ووئيل څه موده وړاندې زمونږ مشرانو ته د تحريف شوي قرآن پاک د اشاعت اطلاع ترلاسه شوې په كومې چې په باقاعده توګه مقدمه درج شوې او قانوني كاروائي شوې٬ د دې نه وروستو دا معامله هائي کورټ او سپريم کورټ ته ورسېده۔ ده ووئيل د نبي پاکۖ په حرمت زمونږ ځان او هر څه قربان دي۔ ده ووئيل د آئين آرټيکل 295-C يوازې د نبي پاکۖ د حرمت ضامن نه دے بلكې دا كم و بېش د يو لك 24 زره پېغمبرانو د حرمت ضامن دے ۔ ده ووئيل اګرچه مونږ د محمدۖ د حرمت ضامن نشو كېدے ځكه چې لوئي څښتن د خپل بنيۖ د حرمت ذمه واري خپله اغستې، مونږ خو دا خبره يوازې خپل اخرت سمولو لپاره كوٶ۔ ده غوښتنه وكړه چې دا ايوان دې په دې معامله د ايوان كمېټي جوړ كړي۔ سپيکر سردار اياز صادق ريمارکس وركولو كښې ووئيل د نبي پاکۖ حرمت او د ختم نبوتۖ پحقله دوه رائے نشته ٬ مونږ د زړه نه د حضرت محمدۖ عزت او توقير غواړو۔ د قانون وفاقي وزير سينيټر اعظم نذير تارړ ووئيل دا د هر مسلمان د ايمان برخه ده چې مونږ د لوئي څښتن په واحدانيت او نبي پاکۖ په نبوت او ختم نبوتۖ کامل ايمان لرو، زمونږ په رګونو كښې بهېدونكې وېنې ته د محمد مصطفٰې د حرمت سره حرارت ملاوېږي، د کلمې په نامه جوړ دې هېواد كښې داسې څوك سوچ هم نشي كولې خو چې كله خبره د آئين او قانون راځي نو مونږ له په فكر سره خبره پكار ده ۔ ده واصح كړه چې د آئين آرټيکل 295-C يوازې د آقا کريمۖ د ذات په حواله سره نه دے، د آئين د ري رائټ كولو پحقله د پورته كړې شوې نكتې په ځواب ده ووئيل عدليه يوازې د آئين د تشريح اختيار لري، د آئين هيئت بدلول يا د ري رائټ كولو اختيار نه لري۔ ده ووئيل مونږ له د سنجيده او باشعور وګري په حېث د دې خبرې جاج اخستل پكار دي چې آيا په رياست كښې چا ته دا اختيار هم ترلاسه دے چې د چا د قتل فتويٰ جاري كړي؟، كله چې د آئين او قانون خبر راځي نو بيا په عقل او هوش سره خبره كېږي۔ ده ووئيل په رياست كښې چا ته حق نشي وركړے كېدې چې ھغوي په كور ناسته يا په مجمع كښې د چا د قتل فتوې جاري كړي٬ په دې لړ كښې ايوان دې د قانون او انصاف کميټي يا بلې يوې كمېټۍ ته دا ذمه واري وسپاري چې ھغه د معاملې جاج واخلي ځكه چې پارلمان تر ټولو لويه اداره ده، دلته چې كومه خبره كېږي ھغه د آئين او قانون له مخې او مستند پكار ده۔ ده ووئېل په دې لړ كښې كه قرارداد وړاندې كول وي يا چې كومه طريقه اختيارول وي ٬ د بشپړ غور او فكر نه وروستو كول پكار ده٬ د مسلم ليګ (ن) غړي حنيف عباسي ووئيل په حضرت نبي اکرم صلي الله عليه وسلم چې زمونږ ځان٬ مال او ناموس قربان شي نو ايمان به مكمل كېږي٬ په دې زمونږ د ټولو ايمان دے۔ ده ووئيل پخپل ذاتي جنګ فتوې جاري كولو اسلام اجازه نه وركوي۔ ده ووئيل د 298 جے کے له مخئ قاديانان د خپل مذهب تبليغ (پرچار) نشي كولې ٬ په دې د دريو كالو د قېد سزا ده۔ ده ووئيل د دې اجازه نشي وركړې كېدې ٬ په سمدستي توګه دې د پارلمان كمېټي جوړه كړې شي او په اتفاق دې راپېدا كړې شي۔ په دې پرېكړه نظرثانۍ لپاره دې درخواست وكړې شي ۔علي محمد خان ووئيل قاديانان د غېر مسلمه ګرځولو اعزاز دې ايوان ته ترلاسه دے ٬ دې ايوان دا قراردا منظور كړے چې په نصاب كښې چرته هم د نبي کريم ۖ نامه راځي دې سره د خاتم النبيينۖ ليكلو اعزاز هم دې ايوان ته ترلاسه دے ۔ ده ووئيل د نبي کريمۖ نه وروستو د نبوت او رسالت باب بند شوے٬ د دې هېواد آئين واضح دے چې د نبي کريمۖ په خاتم النبيين يقين نه لرلو نه غېر څوك مسلمان نشي كېدے٬ د سپريم کورټ په پرېكړه د دې نه وړاندې دا مطالبه پكار ده چې په دې پرېكړه كښې ابهام راپېدا شوے ، رياست او د حکومت نه علاوه چا ته د سزا وركولو اجازه نشته۔ده ووئېل سپريم کورټ دې خپلې ذمه وارۍ ترسره كړي٬ دې پاره دې خاص پارلماني كمېټي جوړه كړې شي۔عبدالقادر پټيل ووئيل د دې مقدس ايوان قاديانان غېر مسلمه ګرځولو پرېكړه تاريخي ده٬ مونږ ټول دا ايمان لرو چې نبي صلي الله عليه وسلم آخري نبيۖ دے٬ په دې په خلاق ورزۍ د سزا تعين له دې كمېټي جوره كړې شي۔ عبدالغفور حېدري ووئيل دا فنته په كال 1974 كښې تل لپاره دفن كړې شوه وه او د شهيد ذوالفقار علي بھټو دا لوئي كار ٶ٬ ناموس رسالتۖ په قانون كښې د بدلون هڅې شوي خو ټول پاتې راغلي٬ مونږ تول يوه رائے لرو٬ د ختم نبوتۖ پرېكړه شوې ۔ دغسې سپيكر سردار اياز صادق د غړو د رائے له مخې دا معامله د قانون او انصاف كمېټۍ ته د سپارلو امر كولو سره ووئيل چې هم سبا دې د كمېټۍ د غونډې نوټس جاري كړے شي او پرله پسې غونډو كولو سره دې كمېټي پرېكړه وكړي او ايوان ته دې په دې معامله رپورټ وړاندې كړي۔ په دې د قانون او انصاف وزير سينيټر اعظم نذير تارړ ووئيل ټولو غړو ته خواست كوٶ چې په كمېټۍ كښې به دا پرېكړه په غور سره لوستل وي او كمېټي د علمائے كرامو څخه هم په دې حساس معامله رائے اخستلې شي۔ ده ووئيل د محمدۖ په حواله زمونږ د ټولو جذبات يو ډول دي٬ د آقا کريمۖ په حرمت كښې تحريف يا د کمي سوچ هم نشي كېدے۔