د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي سره د سوئټزرلینډ – اروپائي ائتلاف او انټرنېشنل مائیګریشن آرګنائزیشن وزيرانو او مشرانو ملاقاتونه

image

بډاپسټ 13 نومبر (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي سره د سوئټزرلینډ – اروپائي ائتلاف او انټرنېشنل مائیګریشن آرګنائزیشن وزيرانو او مشرانو ملاقاتونه كړي چې پكښې د شريكي خوښي په چارو ، غیر قانوني مائیګریشن او د انساني قاچاق مخنيوي په اړه په تفصیل سره د خيالاتو څرګندونه شوې ۔دا ملاقاتونه د هنګری دورې په مهال د بډاپسټ پراسس 7م وزارتی کنفرنس په موقع شوي۔ملاقات کوونكو كښې د سوئټزرلینډ د مائیګریشن وزير کرسټین شرنربورنر او د اروپائي ائتلاف مائیګریشن او د كورنينو چارو مشر جوهانس لچنر، د انټرنیشنل سینټر فار مائیګریشن پالیسي ډویلپمنټ مشر مائیکل سپنډ لیګر شامل وو۔ د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي غیر قانوني مائیګریشن مخنيوي لپاره په شريكه د ګامونو پورته كولو په حاجت زور راوړلو سره ووئيل انسانی قاچاق يو ګڼ اړخيزه چیلنج جوړ شوے۔ كوم هم هېواد په يواځي د دې مقابله نه شي كولې،د نړيوال چیلنج مخنيوي لپاره به د عالمګیریت پالیسی اختیارول وي۔ محسن نقوي ووئيل غیر قانوني مائیګریشن او انساني قاچاق مخنيوي لپاره اروپائي ائتلاف او د مائیګریشن پالیسي ډویلپمنټ مرستې هركلے كوو، نن مونږ كوټلو اقداماتو سره نوو نسلونو لپاره ښه سباؤن وركولې شو۔په دې لړ كښې د پلاويو تبادلې او د ادارو د كار استعداد زياتولو لپاره به همكاري زياتول وي۔ د اړوندو ادارو چارواكو له د خصوصي تربیې لپاره د سوئټزرلینډ۔اروپائي اتئلاف او د انټرنېشنل مائیګریشن پالیسی ډویلپمنټ مرستي ته اړتيا ده۔ دغسې درېو واړو پلاويو د كورنيو چارو وزير محسن نقوی له د همكارۍ زياتولو لپاره د مرستي باور وركړو۔په دې موقع هنګری كښې د پاکستان سفیر آصف حسین میمن او اړوند سفارت کار هم موجود وو۔

مضمون کا ماخذ : پرامڈ ادا کرتا ہے۔
متعلقہ مضامین
مزید خبریں