د كورنيو چارو وزیر محسن نقوی بنوں كښې د امنيتي ځواكونو په چیك پوسټ د ترهه ګرۍ د بريد غندنه وكړه

image

اسلام آباد 20 نومبر (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزیر محسن نقوي بنوں کښې د امنيتي ځواكونو په چیك پوسټ د خوارج ترهه ګرو د بريد غندنه كولو سره ووئيل د هېواد مېړنو ځوانانو قربانيو وركولو سره د ترهه ګرو ناوړه عزائم ناکامه شوي۔د شورو په ورځ خپل يو بيان كښې د كورنيو چارو وزير محسن نقوي شهيدانو ته پيرزوئنې وړاندې كولو سره د غمجنو كورنيو سره د يووالي څرګندونه وكړه۔د كورنيو چارو وزیر محسن نقوي ووئيل د هېواد د امن په خاطر د خپلو ځانونو قربانۍ وركوونكې د قام اتلان دي۔د امنيتي ځواكونو عظیمې قربانۍ به عمر له ياد ساتلې شي۔ قام به عمر له د شهيدانو مقروض وي۔ده ووئيل د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې د پاکستان د ځانګرو قربانو كوم مثال نه ترلاسه كېږي۔د شهيدانو د كورنيو سره ولاړ يو او د هغوي په غم كښې برابر شريك يو۔

مضمون کا ماخذ : لاٹری کی پیشن گوئی
متعلقہ مضامین
مزید خبریں