هندوکش او هماليه سيمې ته پیښ چیلنجونه د منطقې په هېوادونو كښې بنیادي ډھانچې، معیشتونه او ماحولیاتي نظام په بد تر ډول متاثره كوي ، رومینه خورشید عالم

image

باکو۔12نومبر (اے پي پي ) د وزیراعظم د موسمياتي بدلون مرستيالې رومینه خورشید عالم وئېلي دي د هندوکش او همالیه سيمې ته پیښ چیلنجز د پاکستان نیپال، بھوټان، هند او بنګله دیش بشمول د ټولو سيمه ايزو هېوادونو د قامي سرحدونو نه پورې بنیادي ډھانچې، معیشتونه او ماحولیاتي نظام په بد تر ډول متاثره کوي ۔ د دې خیالاتو څرګندونه دې د نهې په ورځ باکو كښې د هندوکش او همالیه ریجن هېوادونو وزارتي غونډې ته خطاب کښې وكړه ۔ دې په دې خبره زور راوړو چې هندوکش همالیه سيمه چې ورته زياتره ”واټر ټاور آف ایشیا“ وئېلې كېږي ، 1.3 ارب نه د زياتو خلقو كور دے كومه چې نزدې په څلورو ًكښې د يوې برخې د آبادۍ د روزګار، اوبو او د حیاتیاتي تنوع ضروریات پورا کوي۔ د وزیراعظم د موسمیاتي بدلون مرستيالې په دې خبره زور راوړو چې د هندوکش او همالیه سيمه کښې غريزې برخې د طبعي آفتونو بشمول سیلاب او د لینډ سلائیډنګ نه زياتې د سماجي او اقتصادي زيانونو نه متاثره كېږي ، دې سيمې په تېرو څو كلونو كښې خطرناک بدلونونه ليدلې دي په خاص توګه د دې په ګلیشیئرز كښې د اوبو فشار كښې زياتوالے، زراعت، توان او د حیاتیاتي تنوع سلامتيا ته خطر پیښ دے ۔ رومینه خورشید عالم د اټلي په يو بین الاقوامي ریسرچ آرګنائزیشن کښې د يو اوسني تحقیق حواله وركولو سره ووئېل پاکستان كوم چې په هندوکش، قراقرم او همالیائي سلسلو كښې د 13000 نه د زياتو ګلیشیئرز كور دے، د دې بدلونونو د منفي اثرات پخپله تجربه کړې ده۔ دې ووئېل پاکستان او د هندوکش او همالیه یه سيمه كښې په نورو سيمه ايزو هېوادونو كښې د ګلیشیئرز په تندۍ سره ويلې كېدلو څخه نه يوازې د اوبو حفاظت د خطر سره مخ شوے بلکې د طبعي آفاتو غوندې ګلیشیئل لیک آوټ برسټ فلډ (ګلوف) او د زمكې په خطرو كښې هم زياتوالے راغلے دے ۔ په وزارتي دستوره كښې بھوټان، هند او د نیپال وزيرانو هم د پاکستاني وزیراعظم د موسمیاتي بدلون مرستيالې رومینه خورشید عالم د مشترکه علاقائي ماحولیاتي خطرو په خاص توګه د کمزورو غريزو وروروليو، د هغوي د معاش ذريعو او د ماحولیاتي نظام متاثر کوونكو په خلاف د مشترکه غبرګون د غوښتنې مرسته وكړه ۔ دې د سوئېلي اسیا هېوادونو د وزيرانو مننه وكړه ٬ دغسې دوي د لاکھونو کمزورو کمیونټیز او انفراسټرکچر ژوند او د معاش تحفظ په خاطر د مشترکه ماحولیاتي چیلنجونو او موسمیاتي خطرات مقابلې له د مرستې ودې ته اتفاق وكړو ۔

مضمون کا ماخذ : como ganhar na quina
متعلقہ مضامین
مزید خبریں