اسلام آباد۔23جنوری (اے پی پی) سټېټ بېنک اے ټی اېم نه د يو زر روپو ويستلو حد په اړه په سوشل ميډيا ګردش كوؤنكې غلط پېغام مسترد كړ ے دے۔ د سټېټ بېنک وياند د سماجي رابطې په وېب سائټ ټويټر جاري كړي خپل پېغام كښې وئيلي دي چې سټېټ بېنك په سوشل ميډيا ګردش كوؤنكے دا پېغام په قطعي توګه مسترد كوي كوم كښې چې اے ټی اېم نه د يو زر روپو ويستلو حد سټېټ بېنك ته منسوب كولو سره خپرولې شي۔ وياند ووئيل سټېټ بېنك اے ټي اېم نه د كېش ويستلو كوم حد نه ټاكي بلكې د دې ټاكنه بېنكونه په خپله كوي