په داخله وزارت كښې بارډر منېجمنټ ونګ جوړ كړے شوے ٬ د مئي وړومبنۍ نيټې څخه اي پاسپورټ پېل كوٶ۔ د كورنيو چارو وفاقي وزير شېخ رشيد احمد د آسټراليا هائي کمشنر سره ملاقات كښې خبرې

image
Australian High Commissioner to Pakistan His Excellency Mr. Geoffrey Shaw calling on Minister for Interior Sheikh Rashid Ahmed in Islamabad on January 20, 2021.

اسلام آباد 20 جنوري(اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير شېخ رشيد احمد وئيلي دي پاكستان په داخله وزارت كښې بارډر منيجمنټ ونګ جوړ كړے ٬ پاكستان د مئي وړومبۍ نيټې څخه اي پاسپورټ پېل كوي ٬ د انساني قاچاق او د مصنوعاتو د غېر قانوني وړلو راوړلو لاره نيولو په اړه جامع اقدامات كوٶ۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د پاكستان كښې د اسټراليا هائي کمشنر جيفري شاؤ سره كړې چا چې د شورو په ورځ دوي سره ملاقات كولو۔ د ملاقات په مهال د اسټراليا او پاكستان د دوه اړخيزه اړيكو او د شريكې خوښې د چارو نه علاوه د بارډر منېجمنټ بهترۍ او د قانون نافذ كوٶنكو ادارو په پېشه وارانه صلاحيت زياتولو خبرې اترې شوي۔ په دې موقع د داخله وزارت او د اسټراليا د هائي كمېشن لوړ پوري هم موجود وو۔ په دې موقع خپلو خبرو كښې شېخ رشيد احمد ووئيل اي پاسپورټ څخه به د بشري سمګلنګ لاره نيولو له مرسته تر لاسه شي ٬ د اي ويزه پېل د جنورۍ وړومبنۍ نيټې څخه شوې او د 191 هېوادونو وګړو ته آئن لائن ويزه وركوٶ او په دې لړ كښې د افغانستان څخه زيات درخواستونه راځي۔ په دې موقع د اسټراليا هائي کمشنر ووئيل د دواړو هېوادونو ترمېنځه د نړيوالو جرائمو مخنيوي لپاره مرسته زياتولو ته اړتيا ده٬ پاکستان سره به د بارډر مينيجمنټ بهترۍ لپاره تكنيكي معاونت كوٶ۔ ده پاكستان كښې د كرونا وائرس د مخنيوي ستائنه وكړه۔ په دې موقع د آسټراليا هائي کمشنر شېخ رشيد احمد ته د داخله وزارت په قلمدان سنبهالولو مباركي هم وركړه

مضمون کا ماخذ : میگا مولا۔
متعلقہ مضامین
مزید خبریں