هند په نړۍ كښې د خپل ماركيټنګ لپاره تر ټولو لوي جمهوريت دے خو په حقيقت كښې هند يو ترهګر رياست دے۔ د آزاد كشمير وزيراعظم فاروق حېدر خان

image

مظفر آباد۔26جنوری (اے پی پی) د آزاد جمو وکشمیر وزيراعظم راجه محمد فاروق حېدرخان وئيلي دي هند په نړۍ كښې د خپل ماركيټنګ لپاره تر ټولو لوي جمهوريت دے خو په حقيقت كښې هند يو ترهګر رياست دے د كوم لاسونه چې د كشميري اولس او د هند دننه د مېشته اقليتونو په وينو سره دي۔ د هند جمهوريت يوه دھوكه ده كوم چې د نړۍ په غړېدلو سترګو لاس اېږدي۔ په حقيقت كښې هند يو انتها خوښې رياست دے چرته چې اقليتونه محفوظ نه دي۔ د كوم وخت نه چې هند جمهوريه ورځ لمانځي دغه زمونږ لپاره توره ورځ ده۔ د دې خيالاتو څرګندونه هغه د جنورۍ په 26 مه نېټه د تورې ورځې په موقع په سوشل ميډيا وركړي خپل يو پېغام كښې وكړه۔ هغه ووئيل كشميري اولس د خپلو حقونو لپاره د لكھونو په شمېر خپل ځوانان قرباني كړي۔ هغه ووئيل د كشمير د آزادۍ تحريك د سوئيلي آسيا د امن تحريك دے۔ د كشمير مسئله د ملګرو ملتونو د قراردادونو له مخې حل كول ضروري دي۔ په خپل بيان كښې وزيراعظم راجه محمد فاروق حېدرخان ووئيل د فرورۍ په 5 مه نېټه به د كشمير يو والي ورځ په بشپړه توګه لمانځلې شي۔ په دې موقع د پاكستان ټول سياسي مشرتابه لخوا بايد متفقه پیغام لاړ شي۔ پاكستاني اولس د 7 لسيزو نه د مظلومو او محكومو كشميريانو ملاتړ كړے او د هغوي د خپلواكۍ هغه حق سره ټينګ ولاړ دي د كوم وعده چې هغوي سره د پاكستان مؤسس حضرت قائد اعظم محمد علي جناح كړے وه۔ هغه ووئېل پاكستان كشمير سره تل پاتي خپلولي لري۔ كشميرے اولس پاكستان لپاره قربانۍ وركوي نو ځكه د بشپړه يووالې څرګندونه بايد وكړې شي او د پاكستاني اولس لخوا دې متفقه پېغام نړۍ ته لاړ شي۔ هغه ووئيل كشمير به د هند نه آزادي اخلي دا هغه حقيقت دے كوم چې دروغ كېدے نه شي

مضمون کا ماخذ : لوٹومینیا اکومولڈا
متعلقہ مضامین
مزید خبریں