د سېلګرې ودې سره سره به د 10 بلين ټري سونامي له مخې د ګرين روزګار او كاروبار موقعې هم پېدا شي. ملك امين اسلم

image

اسلام آباد 07 فروري (اے پي پي) د وزيراعم د موسمي بدلون خاص مرستيال ملك امين اسلم وئيلي دي چې ځنګلي حيات لپاره د محفوظ ګرځول شويو سيمو په نتيجه كښې به خوا د قدرتي ماحول تحفظ باوري شي او د سېلګرې ودې سره سره به د 10 بلين ټري سونامي له مخې د ګرين روزګار او كاروبار موقعې هم پېدا شي. د پنجاب صوبې په چكوال كښې په 18زره اېكړه د درې پروټېكټډ اېريا په اړه اے پي پي سره په خبرو كښې ده ووئيل چې دا درې واړه سيمې د سېلګرې او تاريخي ورثه وړ سيمې دي. دا سيمې د وزيراعظم د پروټېكټډ اېرياز پرګرام له مخې د قدرتي مسكن په توګه محفوظ ګرځول شوې دي چې دغسې په دې كښې ځنګلات او په دې كښې د اوسېدونكو ځناورو تحفظ لپاره پائيدار انتظام باوري كړے شي. ده ووئيل چې دا سيمې به د زرګونو كلونو پخوانې تاريخي ورثې سره د تړون لرلو په سبب د تاريخي سېلګرې او اېكوټورازم لپاره غوره انتخاب ثابت شي. دې مقصد لپاره به ټولې ضروري اسانيې وركولې شي. ده ووئيل چې د ځنګلاتو تحفظ لپاره د ځائي آبادۍ څخه ساتونكي بهرتي كړې شوي دي. د دې نه علاوه په دې سيمو كښې به د زيتون كروندې لپاره اقدامات كولې شي

مضمون کا ماخذ : raspadinha آن لائن
متعلقہ مضامین
مزید خبریں