اسلام آباد 05 فروري(اے پي پي) د كشمير پارليماني كمېټۍ چيئرمېن شهريار خان آفريدي وئېلي دي چې هند دې د كشمير ټول حريت خوښي سياسي بنديان په سمدستي توګه خوشې كړي۔وزيراعظم عمران خان سره كوټلي لپاره د روانېدو څخه وړاندې د كشمير يو والي ورځې په اړه خبريالانو سره په خبرو كښې شهريار آفريدي د نړيوالې ټولنې٬د امريكې نوې ټاكل شوي صدر جوبائيډن او د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر څخه غوښتنه وكړه چې هغه دې د هندوستان په هندوتوا حكومت فشار واچوي چې د كشمير نيول شوي سياسي بنديوان په سمدستي توګه خوشې كړي۔ده ووئيل چې هند په كال 2019 كښې د اګست په پنځمه نېټھ آرټيكل 370 او اے 35 ختمولو سره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو نړيوالو قوانينو او د چارټر خلاف ورزي كړی او بايد په دې د مودي هندوتوا حكومت ته سخته سزا وركړې شي