د صدر ډاكټر عارف علوي په مشرۍ كښې د نشائي توكو كارولو مخنيوي له او د ذهني روغتيا په اړه غونډه

image
APP54-100221 ISLAMABAD: February 10 – President Dr. Arif Alvi being briefed on drug abuse and mental health at Aiwan-e-Sadr. APP

اسلام آباد۔10 فروری(اے پی پی) صدر ډاكټر عارف علوي وئيلي دي زلمے كول د نشائي توكو نه ساتلو لپاره د دې لعنت نوغے ويستل بايد اولنۍ ترجيح وي۔ په دې لړ كښې شعور بېدارولو له به د قامي رابطې تګلاره وضعه كول وي۔ هغه د شورؤ په ورځ د نشائي توكو كارولو مخنيوي او د ذهني صحت په اړه د غونډې مشري كوله۔ غونډه كښې د خارجه چارو پارليماني سېكرټري عندليب عباس ٬ د قامي اسمبلۍ غړي ذوالفقار خان او د فلاحي تنظيمنو غړو هم ګډون كولو۔ غونډه كښې صدر ته پاكستان كښې د نشائي توكو د خپرېدو صورتحال او د دې د لاسه د كالجونو او په خاص توګه د پوهنتونونو زده كوؤنكو جسماني او ذهني صحت ته د پیښو خطرو په حقله بريفنګ وركړے شو۔ صدر د نشائي توكو مخنيوي له د رضاكارانو ٬ استاذانو ٬ مور پلار او اړوندو همكارانو په مرسته د بنيادي تګلارې وضعه كولو په حاجت زور راوړو۔ هغه ووئيل ميډيا او تعليمي ادارې د نشائي توكو نه د خلقو ساتلو او د ذهني صحت په په اړه شعور بېدارولو كښې كردار ترسره كولې شي۔ هغه ووئيل زلمو كښې د نشائي توكو د كارولو رجحان كمولو له د ټولنې او په خاص توګه د مور پلار او استاذانو كردار ډېر مهم دے۔

مضمون کا ماخذ : امکان ہے کہ میگا سینا
متعلقہ مضامین
مزید خبریں