بلين ټري منصوبه د پاكستان بقا لپاره مهمه ده۔ د كال 2012ء په مقابل كښې د ځنګلونو وهل مخ په كمېدو دي۔ د ملك امين اسلم خبري كنفرنس

image

اسلام آباد 09 فروري(اے پي پي) د وزيراعظم د ماحوليات په اړه خاص مرستيال ملك امين اسلم وئيلي دي بلين ټري منصوبه د پاكستان بقا لپاره ډېره مهمه ده۔ اپوزيشن بايد په دې سياست ونه كړي۔ د كال 2012ء په مقابل كښې د ځنګلونو وهل مخ په كمېدو دي۔ شېخوپوره ته نزدې قبضه مافيا څخه 3500 اېكړ زمكه اغستې شوې او دغلته اونې نال كړې شوي۔ د كال 1990 نه وروستو پاكستان كښې د مېنګروز ځنګولونه 300 فيصده زيات شوي۔ د بلين ټري منصوبې تر سېوري لاندې به يو ارب مېنګروز لګولې شي۔ ملګرو ملتونو زمونږ ډېټا او معلومات مستند او هند او نيپال جزوي ګرځولي ۔ د دې خيالاتو څرګندونه هغه د نهې په ورځ خبري كنفرنس ته خطاب كښې وكړه۔ هغه ووئيل د ګل په ورځ مې په ماحولياتي بدلون وزيراعظم عمران خان ته بريفنګ وركړے۔ هغه ووئيل تر كال 2012 په 12000 هيكټر رقبه اونې وهلې كېدلې خو د حكومتي هڅو په نتيجه كښی دا شمېره كمېدو سره نزدې تر 8000 اېكړ راغلې۔ هغه ووئيل تر ټولو زيات كاربن خارج كوؤنكو هېوادونو كښې چين ٬ هند او امريكا شامل دي۔ د بلين ټري سونامي منصوبې سره به په ماحوليات ښه اغېر پرېوزي او تر 500 ملين ټن كاربن به هوا نه خارج شي۔ هغه ووئيل دا دواړه پروژې د پاكستان بقا لپاره ډېرې مهمې دي۔ اپوزيشن بايد په دې سياست نه كوي۔ هغه ووئيل بلاول او مريم نواز چې كوم ځنګونه غواړي هغه به ورته وښودلې شي۔ ملك امين اسلم ووئيل پاكستان د ماحولياتي بدلون نه تر ټولو زيات ځپلې شوو هېوادونو كښې شامل دے۔ پاكستان كښې اوسط درجه حرارت يو ډګري زيات شوے۔ د بارانونو اندازه 20 فيصد زياته شوې او د ګرمۍ موسم مخ په زياتېدو دے

مضمون کا ماخذ : لوٹومینیا
متعلقہ مضامین
مزید خبریں