د كشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير علي امين خان ګنډاپور په مشرۍ كښې د كشمير يوالي ورځ تيارو په اړه غونډه

image
APP48-270121 ISLAMABAD: January 27 - Federal Minister for Kashmir Affairs and Gilgit Baltistan, Ali Amin Khan Gandapur chairing an Inter-Ministerial and Inter-Provincial Coordination meeting regarding preparations of Kashmir Solidarity Day. APP

اسلام آباد 27 جنوري (اے پي پي) د كشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير علي امين خان ګنډاپور په مشرۍ كښې د كشمير يوالي ورځ تيارو په اړه د لوړې كچې غونډه وشوه چې پكښې د اړوندو ادارو او د صوبائي حكومتونو اعلٰې چارواكو ګډون وكړٶ۔ غونډې ته ووئيل شول د كشمير يوالي ورځ په لړ كښې يو شمېر پروګرامونه ترتيب كړې شوي۔ په دې موقع وفاقي وزير علي امين ګنډا پور ووئيل د اېل او سي د دواړو اړخونو كشميريانو ته د يوالي بشپړ پېغام رسول زمونږ قامي فريضه ده ۔ ده ووېيل نن هند ګرده نړۍ كښې بې نقابه شوے، د هند د جمهوريه ورځ كشميريانو د تورې ورځې په توګه لمانځلې ٬د پاكستان هلو ځلو په نتيجه كښې د كشمير په كشاله نړيواله مرسته پرله پسې زياتېږي او د بشري حقونو نړيوالې ادارې په مقبوضه كشمير كښې د هند د رياستي ترهګرۍ په ضد غږ پورته كوي۔علي امين ګنډاپور ووئيل د كشمير يوالي ورځ يوازې كشميريانو سره د يوالي ورځ ده٬ د كشمير كشالې هواري لپاره ټولو له د ذاتي مفادات نه پرته هڅې كول دي۔

مضمون کا ماخذ : گنہادورس دا میگا سینا
متعلقہ مضامین
مزید خبریں