پېنډې 02 جنوری (اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقي وزير شېخ رشيد احمد وئيلي دي چې د دوه لكه غېر قانوني مېشته افغان كډوالو شناختي كارډونه بلاك كړې شوي دي، په پاكستان كښې رجسټرډ 15 لكه افغان كډوال د اوسېدو اجازه لري خو د 8 لكه غېر قانوني مېشته افغانانو په اړه سوچ كوو. په پېندې كښې د نادار دفتر د دورې كولو په مهال خبريالانو سره په خبرو كښې وفاقي وزير ووئيل چې د كرپشن خاتمې لپاره مونږ د چين او افغانستان مېنوئل ويزا ختم كړې او د 192 هېوادونو آن لائن وېزا پېل كړې شوې، په يوه ورځ كښې 2 لكه آن لائن خواستونه ترلاسه شوي دي، كه بهر مېشته پاكستانيان كوم شكايت لري نو هغوي هم آن لائن خواست كولې شي. وفاقي وزير ووئيل چې هره ورځ به يو لك شناختي كارډونه جاري كولې شي او د هر وګړي وړومبې شناختي كارډ به په 15 ورځو كښې دننه وړيا جاري كولې شي. ده ووئيل چې د نادرا 50 مركزونه به 24 ساعته پرانستي وي. د نواز شريف د پاسپورټ په اړه د پوښتنې په ځواب كښې وفاقي وزير ووئيل چې د هغه د پاسپورټ موده د فرورې په 16مه نېټه ختمېږې او د دې نه پس به د دې تجديد نه شي كولې. ده ووئيل چې پيپلز ګوند ګټلې او پي ډي اېم بائيللې. پيپلز ګوند پي ډي اېم په سر ټيټولو مجبور كړے. ده ووئيل چې دوي به استعفٰي ګانې ورنه كړي، لانګ مارچ به ضرور وكړي، په كومه ورځ چې دوي د لانګ مارچ نېټه وښائي، مونږ به په هغه ورځ خپل آئيني او قانوني حق په كار راولو. ده ووئيل چې د بلاول بهټو د پرېكړو اختيار آصف زرداري سره دے، كوم سياست دان چې د خبرو لار نه پرېږدي، هغه كم عقل دے. ده ووئيل چې آصف زرداري ځان لپاره لارې جوړوي او ن ليګ خپلې لارې بند كړې دي. د كورنيو چارو وزير ووئيل چې د پوځ پشمول د قومي ادارو په ضد چې څوك هم ناوړه ژبه وكاروي، د هغه په ضد به په 72 ساعتونو كښې مقدمه درج كولې شي. ده ووئيل چې د مفتي كفايت الله كېس خېبر پښتونخوا ته لېږل شوے. د مولانا فضل الرحمان په اړه د پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل چې هغه عالم دين دے، بايد هغه د اسلام او اسلام آباد احترام په نظر كښې وساتي. د هغه ستارې په ګردش كښې دي، د هغه سياست الټه شوے، په اسلام آباد د قبضې خوب ليدل دې پرېږدي.