د اپوزيشن د استعفاګانو معامله د ستونزو ښكار شوې۔

image

د داخله وزير شېخ رشيد احمد ميډيا سره غېر رسمي خبرې
اسلام آباد۔29 دسمبر(اے پی پی) داخله وزير شېخ رشيد احمد وئيلي دي د اپوزيشن غړو د استعفاګانو معامله د ستونزو ښكار شوې ۔ فضل الرحمان لپاره ماتم روان دے۔ د سېنېټ ټاكنو نه وروستو به عمران خان لا مضبوط شي۔ د اكثريت ترلاسه كېدو سره به 18 م بدلون ختم او سخته قانون سازي وكړؤ۔ د پوځ په ضد د ناوړه خبرو كوؤنكو په ضد به كاروائې كولې شي۔ د نهې په ورځ په پي ډي اېم او نورو سياسي چارو ميډيا سره غېر رسمي خبرو كښې هغه ووئيل د پيپلز پارټۍ پرېكړې نه وروستو به ن ليګ له هم ټاكنو كښې برخه اخستل وي۔ د شهباز شريف په اړه د يوې پوښتنې په ځواب كښې هغه ووئيل دا د ن ليګ مسئله ده ماته د دې علم نشته۔ آصف علي زرداري خپلې ګټې او ذات لپاره ښه لوبه كوي۔ هغه ووئېل عمران خان د غوره ستراتيژۍ څرګندونه كړې ۔ نوے كال به د عمران خان د كاميابو كال وي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې هغه ووئيل د پوځ په ضد د ناوړه ژبه كاروؤنكو په ضد به د قانون له مخې كارروائي كولې شي۔ پي ډي اېم ورځ په ورځ مخ په شا روان دے۔ ده ووئېل عمران خان نه بلكې پي ډي اېم به كور ته ځي۔ هغه ووئيل د مفتي كفايت الله په ضد به لاهور كښې مقدمه درج كولې شي۔

مضمون کا ماخذ : غالب افریقہ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں