د راروانو 24 ساعتو په مهال به د هېواد په زياتره سيمو كښې موسم يخ او خشك وي، د موسميات محکمه

image

اسلام آباد 28 دسمبر (اے پی پی) د هېواد په بره سيمو كښې په ځينې ځايونو باران شوے دغسې میدانی سيمو كښې د لړې له امله موسم يخ ؤ۔د موسميات محکمې له مخې (نن) د نهې په ورځ به د هېواد په زياتره سيمو كښې موسم يخ او خشك وي۔ کشمیر او اړوندو سيمو كښې باران او په غرونو د واورې امكان دے۔د پنجاب په میدانی سيمو او بره سندھ كښې د لړې امکان دے۔ د تيرو 24 ساعتو په مهال د هېواد په زياتره سيمو كښې موسم يخ او خشك ؤ دغسې شمالی بلوچستان ،شمالی سيمو، کشمیر او بره خېبر پښتو نخوا كښې موسم يخ ؤدغسې په دې مهال بره خېبر پښتونخوا ،کشمیر او بره او مينځني پنجاب كښې باران شوے۔ د ګل په ورځ هېواد كښې د تودوخې د ټولو نه كمه درجه لهه ،قلات منفی 09،کالام، کوئټه منفی 08، ګوپس منفی 07، سکردو، استوار منفی 06، پاراچنار منفی 05، ژوب منفی 04، مالم جبه ، هنز ه ، چترال ، دیر ، ګلګت ، بګروټ او دالبندین كښې منفی 03 سینټی ګریډ ریکارډ کړے شوے۔

مضمون کا ماخذ : لوٹیریا کے اعدادوشمار
متعلقہ مضامین
مزید خبریں