نیب قوانین كښې بدلون لپاره به اپوزیشن سره سمجهوته نه كوو ،خارجه وزير شاہ محمود قریشی

image

ملتان 23 دسمبر (اے پی پی) خارجه وزير مخدوم شاہ محمود قریشی وئيلي دي نیب قوانین كښې د بدلون ګنجائش شته خو په دغه قوانین كښې بدلون لپاره اپوزیشن چې كومه سمجهوته كول غواړي هغسې نه شي كيدے۔ د حضرت شاہ رکن سهروردی ؒ درې ورځنې كلن عرس اختتامی دستورې نه پس ميډيا سره په خپلو خبرو كښې خارجه وزير مخدوم شاہ محمود قریشی ووئيل اېف اے ټی اېف د هېواد معامله ده بايد دې ته د سودے بازۍ يا ذاتی ګټې په تناظر كښې ونه كتلې شي۔ېیف اے ټی اېف په معامله اپوزیشن نیب قوانین كښې د خپلې ذاتی ګټې ترمخه رعایتونه غواړي ٬ هغوي د تيرو لسو كلونو راهسې په حكومت كښې وؤ بايد هغوي نیب قوانین كښې بدلون كړے ؤ۔ده ووئيل هغوي مونږ ته 34 نکاتی نیب قوانین كښې د بدلون مسودہ راكړې وه ٬ د هغې د لوستلو نه پس هغې څخه د این آراو بوي راتللو ځكه مونږ پرې خبره ونه كړه۔ ده ووئيل وزیراعظم عمران خان د پی ډی ابم لاهور جلسې په لار كښې د خنډانو راولاړولو خلاف ؤ او مونږ هيڅ ډول مداخلت نه ؤ كړے ٬ دغسې ملتان جلسې له كه هم هغوي له د سټیډېم اجازه وركړې شوې وه نو قام ته په ډاګه شوي وو ، بايد اوس هغوي د استعفاګانو وركولو ډرامه بنده كړي كه استعفاګانې وركول غواړي نو بيا دې خپلې استعفاګاني د سپیکرانو سره جمع كړي ٬ خو پی ډی اېم په دې معامله او په يوه بيانيه متفق نه دے۔ده ووئېل د جمعیت علماﺀ اسلام يو لارښود د خپلو تحفظاتو او خیالاتو څرګندونه كړې دغسې (ن) لیګ كښې هم دوه ډلې شته ،پاکستان پیپلز پارټي په غونډو كښې ناست كسان هم بې اختیاره دي ٬ د هغوي اصل پريكړې آصف علی زرداری کوي ٬ مونږ يواځې د هېواد ګټې ترمخه ټولو سره خبرو له چمتو يو۔ د يوې پوښتنې په ځواب شاہ محمود قریشی ووئيل هند سره نه بیك ډور رابطې لرو او نه د دې ګنجائش شته، هند ته معلومه ده چې كه د پاکستان په ضد ئې څه ډول اقدام وكړو نو ځواب به وركوو ۔ ده ووئېل هند د كورني اړي ګړي ښکار دے هلته اقلیتونه غیر محفوظ دي ٬ د هغوي د کشمیر پالیسی ناکامه شوې او دغه د هغوي اولس او پوهانو هم مسترد كړې ۔ ده ووئيل هلته بې روزګاری زياته شوې ٬ سرمایه کاری کمه شوي، دا مهال هند سره د خبرو اترو ځاے نه لرو ۔ خارجه وزير ووئيل مونږ پی ډی اېم تحریك په تشدد یا په زبردستۍ د مخنيوي كومه اراده نه لرو ٬ د تحریکونو د پولیس د لارې مخنيوے نه كيږي ٬ مونږ سیاسی کارمندان يو په سیاسی ډول به ئې مقابله كوو

مضمون کا ماخذ : پاور بال انعامات
متعلقہ مضامین
مزید خبریں