پېنډی۔16اپرېل(اے پي پي) داخله وزير شېخ رشيد احمد وئيلي دي قانون نافذ كوؤنكو ادارو د امن او امان په ځائې كولو له زبردست كار كړے دے۔ د كالعدم تنظيم كارمندانو د تشدد كاروائيو ئې صبر سره مقابله كړې۔ د پوليس او رېنجرز افسرانو او ځوانو د لويې همت او بهادرۍ څرګندونه كړې ده۔ د دې خيالاتو څرګندونه هغه د جمعې په ورځ کمبائینډ ملټری روغتون او ډسټرکټ هېډکواټرز روغتون پېنډۍ كښې د کالعدم تحریک لبیک پاکستان کارمندانو د لاسه د ژوبل شويو پولیس اهلکارو او رېنجرز ځوانانو تپوس پوښتنې په مهال وكړه۔ هغه د تشدد كارروائيو صبر سره په مقابله كولو هغوي ته د عقيدت پېرزوينې هم وړاندې كړې۔ هغه ووئيل قانون نافذ كوؤنكو ادارو د امن او امان په ځائې كولو حوالې سره زبردست كړے دے۔ د پوليس او رېنجرز افسرانو او ځوانو د لويې همت او بهادرۍ څرګندونه كړې ده۔ هغه ووئيل كومې ډلې ته به د هېواد يرغمال جوړولو اجازه وركولې نه شي۔