كراچي 09 اپريل (اے پي پي( داخله وزير شېخ رشيد احمد وئېلي دي اي پاسپورټ نظام به سږ كال جون مياشت كښې فعاله شي٬په ګرانۍ قابو موندل د وزيراعظم عمران خان وړومبې ترجيح ده ٬ د هېواد معيشت ښه والي پلو روان دے٬عمران خان ته د اپوزېشن څخه كومه خطره نشته٬اېف آئي اے د شوګو مافيا 10 كسان نيولي او د بېنك 57 اكاؤنټس منجمد كړي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د جمعې په ورځ د وفاقي تحقيقاتي ادارې(اېف آئي اے)زونل آفس كښې مېډيا سره په خبرو كښې كړې۔وفاقي وزير شېخ رشيد احمد ووئيل په هېواد كښې به د اي پاسپورټ جاري كولو عمل د جون مياشت څخه پېل شي او دې مقصد لپاره د المان يوې كمپنۍ سره معاملات ترسره كړی شوي۔ده ووئيل د پاسپورټ موده 10 كاله شوی او د دې فيس هم نيم شوے۔وفاقي وزير ووئيل اېف آئي اے او قامي احتساب بيورو(نېب)د مني لانډرز او شوګر مافيا پشمول د ګڼ شمېر مافيا په ضد سخته كاروائي كړی۔اېف آئي اے 10 تورن ملزمان نيولي او 31 شوګر ملز ته قانوني نوټس جاري شوي او د شوګر بحران كښې د 19 بې نامو اكاؤنټس پشمول 57 بينك اكاؤنټس منجمد كړي شوي۔ده ووئيل د اېف آئي اے ځينې افسران د څو كلونو څخه په يو ځاے تعينات دي د هغوي تبادلې به د روژې په مياشت كښې كولې شي۔شېخ رشيد احمد ووئيل د وېزې د اجرا عمل پھ مكمل توګه آن لائن كړے شوے او نزدې 3 لكه وېزې جاري كړې شوي، يوازې د 12 زره وېزو درخواستونه رد كړې شوي. ده ووئيل د 192 هېوادونو وګړي په 30 ورځو كښې دننه د پاكستان وېزه ترلاسه كولې شي. ده ووئيل قومي معيشت مستحكمېږي. د ډالر بېعه په 22 مياشتو كښې تر ټولو ټيټې كچې ته راغلې. ده ووئيل تېره ورځ وزيراعظم د كم امدن طبقې لپاره د 4 زره د استوګنې يونټس بنياد ايښودےې . د يوې پوښتنې په ځواب كښې وفاقي وزير ووئيل عمران خان لپاره اپوزيشن چېلنج نه بلكې په ګرانې قابو موندل چېلنج دے.