د قامي اسمبلۍ سپيكر اسد قيصر سره د سائنس او ټېكنالوجۍ وفاقي وزير فواد چوهدري ملاقات

image

اسلام آباد 06 اپريل (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيكر اسد قيصر سره د سائنس او ټېكنالوجۍ وفاقي وزير فواد چوهدري د نهې په ورځ په سپيكر هاؤس كښې ملاقات كړے۔د ملاقات په مهال په انتخابي او عدالتي اصلاحات خبرې اترې شوي ۔د قامي اسمبلۍ سپيكر اسد قيصر په دې موقع ووئيل په پارليمان كښې ټولو سياسي ګوندونو ته د انتخابي او عدالتي اصلاحاتو په اړه د تجويزونو وركولو ضرورت دے۔د قانون سازۍ او انتخابي اصلاحاتو په عمل كښې د اپوزېشن ګوندونو تجويزونه مهم دي٬اپوزېشن ته به په مهمو چارو د تفصيلي بحث موقع وركولې شي٬د رائے اختلاف د جمهوريت ښكلا ده خو د هېواد د ګټې په خاطر به خپل اختلافات هېرول او مخ په وړاندې تلل وي۔د سائنس او ټېكنالوجۍ وفاقي وزير فواد چوهدري په پارليماني كچه د قانون سازۍ عمل ګړندي كولو لپاره د قامي اسمبلۍ سپيكر اسد قيصر هڅې وستائېلې۔ده ووئيل د قامي اهميت چارې د خبرو اترو د لارې حل كول د حكومت او اپوزېشن شريكه ذمه واري ده۔

مضمون کا ماخذ : raspadinha آن لائن مفت
متعلقہ مضامین
مزید خبریں