پاكستان كښې د غېر ملكي سرمايه كارۍ لپاره اقدامات كوو٬ جديد ټېكنالوجي څخه په استفاده كولو د هېواد برآمدات كښې زياتوالے راتللے شي۔د تجارت وفاقي وزير جام كمال خان

image

اسلام آباد 25 جولائي (اے پي پي)د تجارت وفاقي وزير جام كمال خان وئېلي دي په پاكستان كښې د غېر ملكي سرمايه كارۍ راوړلو لپاره اقدامات كوو٬د جديد ټېكنالوجي څخه په استفاده كولو د هېواد په برآمدات كښې زياتوالے راتللے شي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د زيارت په ورځ ځايې هوټل كښې د میں لیب ډائیګنوسټك سسټمز او د هینګ زو اے آئی چیك میډیکل ټیکنالوجی کمپنی لميټډ ترمينځه د لوظ نامې په دستوره كښې د خاص مېلمه په توګه خپل خطاب كښې وكړه ۔وفاقي وزير ووئيل دا ډول شريكو هڅو څخه به نه يوازې چين او پاكستان ترمينځه ژورې اړيكې لا مضبوط شي بلكې د خود انحصارۍ د لارې د صحت پالنې په نظام كښې به هم ښه والے راشي۔ده ووئيل دا لوظ نامه په پاكستان كښې د هيپاټائټس خاتمې پلو يو مهم ګام دے۔جام كمال ووئيل دا مرسته د حكومت تر 2030 پورې د هيپاټائټس خاتمې وژن له مخې ده او په پاكستان كښې د جديد طبي ټېكنالوجۍ او د صحت پالنې د جديد حل پلو نوے پېل دے

مضمون کا ماخذ : como apostar na mega sena
متعلقہ مضامین
مزید خبریں