د اېكسپورټرز مسئلې دې په دوو اوونيو كښې حل كړې شي۔ د وزيراعظم سپارښتنه

image

اسلام آباد 23جولائي (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف د هېواد برامدات په كلنه توګه تر 60 اربه ډالرو رسولو هدف وركولو سره سپارښتنه كړې چې د اېكسپورټرز مسئلې په دوه اوونيو كښې حل كړئ۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې وزيراعظم دا سپارښتنه د نهې په ورځ د برامدات د قامي پرمختګ بورډ (National Export Development Board) غونډې مشرۍ په مهال وكړه ۔ په غونډه كښې نائب وزيراعظم او خارجه وزير اسحاق ډار، وفاقي وزيران جام کمال خان، احد خان چيمه، قېصر احمد شېخ، عبدالعليم خان، احسن اقبال، رانا تنوير حسېن، محمد اورنګزيب، سردار اويس خان لغاري، ډاکټر مصدق ملك، وزير مملکت علي پروېز ملك، شزه فاطمه خواجه، د پلاننګ كمېشن دوهم چيئرمېن جهانزېب خان، د سټېټ بېنك ګورنر، د وزيراعظم کوارډينيټر رانا احسان افضل ٬ د اېف بي آر چيئرمېن، اړوندو چارواكو او په لويه شمېره د بېلا بېلو څانګو پشمول د ټيکسټائل، انفارميشن ټيکنالوجي، لېدر او زراعت څخه تعلق لرونكو برامد كوٶنكو ګډون وكړو٬ ګډون كوٶنكو برآمدي صنعت ته په خاص پام لرنه كولو د وزيراعظم مننه وكړه۔ په غونډه كښې د حکومت لخوا د برآمدي صنعت ودې لپاره په پورته كړے شوو اقداماتو بريفنګ وركرے شو۔ غونډې ته ووېيل شول چې سږ كال د پاکستان برآمدات د 30 اربه ډالرو نه زيات شوي او دا لا يو په دوه كولو لپاره د راتلونكو پنځو كالو منصوبه وړاندې كړې شوې۔ په غونډه كښې وزيراعظم شهباز شريف د هېواد برآمدات په كلنه توګه تر 60 اربه ډالرو رسولو هدف وركړو۔ وزيراعظم ووئيل د تجارت وزارت او اړوندې ادارې دې راتلونكو درېو كالو لپاره برامدات 60 اربه ډالره هدف لپاره عملي ګامونه واخلي ٬ الحمد الله تېر كال د هېواد برآمدات د 30 اربه ډالرو نه زيات شوي٬ د حكومتي پاليسو په سبب د انفارميشن ټيکنالوجۍ برآمدات د 3.2 اربه ډالرو نه زيات شوي كوم چې خوشبينه دي۔ وزيراعظم سپارښتنه وكړه چې د برآمد کوونكو لخوا رامخې ته كړې مسئلې په دوو اوونيو كښې حل كړئ او رپورټ راوراندې كړئ۔ وزيراعظم ووئيل هره يوه نيمه مياشت بس به د برامدات د قامي پرمختګ بورډ د غونډې پخپله مشري كوم٬ د پاكستان پرمختګ لپاره ټولو له محنت كول دي٬ د سختو حالاتو باوجود د پاكستان برامدات زياتولو كښې كردار لوبوونكو كاروباريانو او سرمايه دارو ته سلام كوم۔ وزيراعظم سپارښتنه وكړه چې د تجارت وزارت دې د برآمدات استعداد لرونكو څانګو نمائندګانو سره په ګډه د پاليسۍ وړلندېزونو ته حتمي شكل وركړي، زرعي برآمدات كښې اضافې لپاره دې نېشنل فوډ سيكيورټي صوبو سره په ګډه د ايکسټينشن سروسز بهترۍ لپاره كار وكړي۔ ده ووئيل د معياري تخم او غلې نور پراسيسنګ كولو سره دې د دې برامد باوري كړے شي٬ د زرعي تخمونو د زيات پېداوار وركوونكو قسمونه معرفي كولو لپاره اقدامات لا ګړندي كړې شي ۔ وزيراعظم امر وكړو چې د برآمدات د شپنګ پحقله مسئلې دې په سمدستي توګه حل كولو سره اروپا او امريكې ته د پاكستان د سامان ترسيل دورانيه كمه كړې شي٬ د تجارت وزارت دې د سرمايه کاري بورډ څخه د چينو برآمدي صنعتونه پاكستان ته د منتقل كولو پحقله مرسته باوري كړي۔ وزيراعظم ووئيل د پاكستانو څيزونو برامدات زياتولو او د دې ځانګړې تشخص جوړولو لپاره دې ريسرچ اينډ ډويلپمنټ، جدت او په برانډ ډويلپمنټ كار وكړے شي۔ ده ووئېل د اېف بي آر لخوا د برامد كوٶنكو ريفنډز كښې به څه ډول تعطل ونه زغملے شي۔ وزيراعظم سپارښںتنه وكړه چې ګرده نړۍ كښې د پاکستان په سفارتخانو كښې ټرېډ آفيسرز دې په دغه هېوادونو كښې د پاكستانو څيزونو برامد او د پاكستانو برامد كوٶنكو لارښونې له خپل كردار ادا كړي۔ وزيراعظم ووئيل صنعتونو لپاره د بجلۍ لګښت كمولو لپاره دې د بجلغ وزارت يو جامع منصوبه وړاندې كړي٬ ګرده نړۍ كښې نجې څانګه د هر هېواد په پرمختګ كښې كليدي كردار لوبوي٬ دغس ېد نجي څانګې د مسئلو حل لپاره ما د پاليسي جوړولو په عمل كښې حصه دار كړئ۔ په دې مهال د برآمدي صنعتونو نمائندګانو وزيراعظم د خپلو مسئلو حل لپاره په تسلسل سره په ملاقاتونو دوي ته پېرزوئنې وړاندې كړې۔ د غونډې ګډون كوٶنكو ووئيل د وزيراعظم په برآمدي څانګه كښې خاص خوښَي صنعتكارو لپاره د ډاډ خبره ده٬ دغسې اېكسپورټرز د وزيراعظم برآمدي صنعت ته د اېف بي آر لخوا په وخت د ريفنډز وركولو د اقدام هم ستائنه وكړه۔

مضمون کا ماخذ : عمومی کلیدی الفاظ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں