په امن او معيشت سياست نه دے پكار٬د امن لپاره به ټولو له په ګډه كار كول وي٬په پي ټي آِئي د بندېز په معامله اتحاديانو سره مشاورت روان دے۔د انجينئر امير مقام پرېس كنفرنس

image

اسلام آباد 22 جولائي (اے پي پي)د كشمير٬ګلګت بلتستان او سېفران چارو وفاقي وزير انجينئر امير مقام وئېلي دي په امن او معيشت سياست نه دے پكار٬وزيراعظم دې د بنو پیښې پلټنو لپاره جي آئي ټي جوړه كړي٬ په پي ټي آِئي د بندېز په معامله اتحاديانو سره مشاورت روان دے٬المان پېښه كښې ككړ عناصر د پاكستان او افغانستان تصادم غواړي٬امنيتي ادارې د پولو دفاع سره سره د هېواد دننه د ترهه ګرۍ او ناامنۍ په ضد فعاله دي۔د كل په ورځ پرېس كنفرنس كښې انجينئر امير مقام ووئيل په المان كښې د پاكستان د بېرغ د بې حرمتۍ پیښې غندنه كوو ٬ كه په دغه كښې د ككړو عناصرو تعلق د پاكستان دننه وي يا د افغانستان څخه۔ مونږ د افغان كډوالو 44 كاله كوربتوب كړے او د دوي مشران د دې احساس هم لري ٬اوس هم چې كله د دوي د قيام په موده كښې د پراختيا وار راغلو نو يوه اونۍ وړاندې ورله د يو كال پراختيا وركړی شوه۔ ده ووئېل داخله او خارجه وزارتونه د افغانانو او پاكستانيانو د زړه بداوي ناكامه شازش كوونكو په ګوته كولو لپاره اقدامات كوي۔دا خبره د امكان نه لرې نه ده چې په دې كښې هم هغه كسان ككړ وي كوم چې شرخوښۍ ٬ د 9 مئي٬ سائفر بيانيه٬د سازش خبرو كولو او د كانګرېس څخه د پاكستان په ضد قرارداد منظوونكې دي۔دا خبره به د پلټنو څخه رامخې ته شي۔ده ووئيل مونږ د المان حكومت څخه غوښتنه كوو چې په دغه پیښه كښې د ككړو كسانو په ضد كاروائي وكړي۔ده ووئيل د خېبرپښتونخوا خاورې سره د تعلق په سبب د ترهه ګرۍ سره چې څومره زه مخ شوے يم شايد چې بل څوك دومره نه وي٬زما د كورنۍ كسان شهيدان شول٬مونږ په هېواد كښې كډوال هم شوو ٬مونږ هر وخت د خپل ځان پرواه كولو نه غېر د امن لپاره هڅې كوو ٬ ده ووئېل د امن په مسئله سياست نه دے پكار او د دې لپاره ټول قام له په ګډه هلې ځلې كول پكار دي٬دا داسې كوونكو سوچ صرف دا دے چې يو كس څنګه د زندان څخه خوشے كړو او اقتدار له راوستلے شي٬ خېر دے كه د هېواد سلامتيا په خطر كښې وي۔ده ووئيل دغې شرخوښو د خړې وردۍ نوم بدنام كړو٬د دې وردۍ قربانۍ د ټولو په وړاندې دي٬ دوي په هېواد كښې دننه او په هر ځاے خپل سرونه قربانوي ٬ په سخت وخت كښې هم دا وردۍ واله مرسته كوي٬ ده ووئېل دا انتشاري ډله د اولس او وردۍ ترمينځه كركه زياتول غواړي كوم چې د هېواد خذمت نه دے۔ده ووئيل هغوي دا تكليف لري چې هېواد كښې معاشي استحكام راځي٬د آئي اېم اېف سره په ډيل٬سرمايه كارۍ راتللو او د سټاك ايكسچنج په ښه والي دوي ته تكليف رسيږي ۔ده ووئيل په بنو كښې د سوداګرو په احتجاج كښې خپل كسان شاملول او يوه اداره په نخښه كول٬دا هغه منصوبه وه كومه چې په 9 مئي ترسره شوې نه وه۔ده ووئيل څه ډول چې په 9 مئي په پوځي تنصيبات بريد شوے ؤ ٬ټول پلازې سوځولې شوي ٬ ده ووئېل د هغوي د لارښود منصوبه مړي كول وو٬نن بيا هغه كار پېل شو٬په امن ناكه احتجاج كښې وسله د چرته نه راغله۔ ده ووئېل صوبائي حكومت په دې كښې ككړ دے هغوي به څنګه پلټنې وكړي۔وزيراعظم به د دې پلټنو لپاره جے آئي ټي جوړوي چې پكښې به د ټولو ادارو وګړي شامل وي دغسې چې دا سازش په ډاګه كړے شي۔ده ووئيل د خېبرپښتونخوا حكومت دې تورونه لګولو څخه ډډه وكړي او د صوبې اولس لپاره دې اقدامات وكړي٬مونږ د كے پي كے اولس په بهادرۍ سره نمائندګي كوو ٬د ترهه ګرۍ٬ټيكس پشمول په ټولو مسئلو مو د صوبې بشپړه نمائندګي كړې۔هغوي په هر څيز سياست كوي٬سياست د هغوي حق دے خو په امن دې د سياست كولو څخه ډډه وكړي۔ده ووئيل په ايپكس كمېټۍ يا په كابينه كښې په كومه پريكړه لاس ليك نه كېږي ٬هلته خپل موقف وړاندې كول وي٬د تورونو نه علاوه كوم بل دليل هغوي نه لري۔ده ووئيل د هغوي كار ناآمني خپرول او د هېواد استحكام ته زيان رسول دي۔ده ووئيل مونږ دا ګڼو چې پي ټي آئي يو ترهه ګر تنظيم دے ٬ په دې د بندېز په معامله د اتحاديانو سره مشاورت روان دے

مضمون کا ماخذ : میگا ملینز کے نتائج
متعلقہ مضامین
مزید خبریں