اسلام آباد 30 جولائي (اے پي پي) صدرمملکت آصف علي زرداري دولت مشترکه سره مرسته د قوي كولو په ضرورت زور رواړلو سره وئيلي دي پاكستان د دولت مشتركه باني غړي په حېث نتظيم ته ډېر اهميت وركوي۔ د ايوان صدر پرېس ونګ له مخې صدر مملکت آصف علي زرداري دا خبرې د دولت مشترکه سيکرټري جنرل پيټريشيا سکاټ لېنډ سره كړې چا چې د خپل پلاوي سره د نهې په ورځ صدر سره ملاقات وكړو او د كوم مشري چې جنرل پيټريشيا سكاټ لېنډ كوله صدر مملکت د موسمياتي بدلون، تعليم، پارليماني تبادلو ، د طبعي آفتونو څانګه كښې د مضبوطې مرستې په ضرورت زور رواړلو سره ووئيل د پارلماني ادارو په خاص توګه د ځوانانو پارلماني غړو او زده كوٶنكو ترمېنځه روابط به زياتول وي٬ په ملاقات كښې په پاکستان د موسمياتي بدلون په اثرات هم د خيالاتو څرګندونه وشوه ۔ صدر مملکت ووئيل پاکستان ته د موسمياتي بدلون څخه لوئي زيان رسېدلے٬ د موسمياتي بدلون اثرات كمولو لپاره په سندھ كښې د 20 لکه نه زياتې د مېنګرووز اونې لګولې شوي٬ په نړيوال ماركيټ كښې د کاربن کريډټ تجارت څخه 27 ملين ډالر څه زياتې ګټلب كېږي ۔ ده ووئيل د سندھ حکومت د كال 2022 سېلاب له مخې 20 لكه تل پاتي كورونه جوړول پېل كړي۔ په دې موقع سيکرټري جنرل پيټريشيا سکاټ لېنډ ووئيل پاکستان د موسمياتي بدلون سره تړلو چېلنجونو سره مخ دے ۔ دې تنظيم سره د پاکستان په فعاله مرستې رڼا واچوله۔ دغسې صدر مملکت د كال 2022 د تباه كونكې سېلاب په نتيجه كښې پاكستان لپاره د پيټريشيا سکاټ لېنډ د خدمات ستائنه وكړه