اسلام آباد 26 جولائي (اے پي پي)د وزيراعظم د موسمياتي بدلون او ماحولياتي رابطه صلاحكارې رومينه خورشيد عالم وئېلي دي د موسمياتي بدلون له امله مختلف آفتونه په خاص توګه سېلاب او د ګرمۍ شدت اوس پاكستان كښې په لويه پېمانه د سماجي او اقتصادي زيان يو لوئې سبب ګرځېدلي ٬ حكومت د بيا بيا راتلونكې او شدت څخه د راپیدا شوو آفتونو په ضد د هېواد ريزيلينس زياتولو لپاره پالېسي اقدامات كوي۔د جمعې په ورځ د موسمياتي بدلون اثرات په ضد د پاكستان قوي كولو په اړه د يو اعلٰی كچ غونډې مشرۍ كولو په مهال رومينه خورشيد عالم ووئيل د خرابو معاشي حالات باوجود حكومت په هېواد كښې ترلاسه مالي وسائلو د لارې په ماحولياتي او موسمياتي خطرو قابو موندلو له عزم لري۔دې ووئيل موسمياتي بدلون په پاكستان كښې په ځانګړې توګه اثر انداز كېږي او دا د ژوند او ماحوليات بېل اړخونه متاثر كوي٬د موسمياتي موافقت جژرولو سره سره د خلقو او ماحوليات نه علاوه د معاش تحفظ لپاره د آفاتونو مخ نيوي لپاره چمتوالي ښه كولو ته د پام لرنې كولو نه غېر كومه بله لاره نشته۔رومينه خورشيد عالم د يو اېن ډي پي پاكستان٬ګلوبل شيلډ او سي وي اېف غړو فنډنګ او تكنيكي صلاحيت د لارې د پاكستان موسمياتي لچك پیدا كولو كښې د هغوي خوښي ستائېلو سره ووئېل هغوي به د حكومت بشپړه مرسته كوي۔رومينه خورشيد عالم ووئېل د هېواد معيشت٬سماجي او اقتصادي څانګو په خاص توګه كركيلې٬اوبو٬توان٬روغتيا او د تعليم ډيزاسټر ريسلينس تعمير د وزيراعظم محمد شهباز شريف په مشرۍ كښې د حكومت وړومبۍ ترجيح ده او زما وزارت پاكستان ته د طبعي آفت مخ نيوي لپاره به هرې پرمختيائي څانګې سره په ګډه كار كوي۔