وزيراعظم د اېن ډي اېم اے چيئرمېن ته د پشكال بارانونو څخه د راپېدا شوي صورتحال مخ نيوي لپاره د ټولو ضروري اقداماتو سپارښتنه وكړه

image

اسلام آباد 30 جولائي (اے پي پي)وزيراعظم محمد شهباز شريف د نېشنل ډيزاسټر منيجمنټ اتهارټي چيئرمېن ته په ټول هېواد كښې د پشكال بارانونو څخه د راپېدا شوي صورتحال مخ نيوي لپاره د هر ضروري اقداماتو سپارښتنه كړې ۔د نهې په ورځ د وزيراعظم آفس مېډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم محمد شهباز شريف په ټېليفون د اېن ډي اېم اے چيئرمېن لېفټيننټ جنرل انعام حېدر ملك ته د بارانونو څخه د رامخې ته شوي ځاني او مالي زيان اندازه لګولو٬صوبائي ډيزاسټر منيجمنټ ډيپارټمنټس٬آزاد كشمير اسټېت ډيزاسټر منيجمنټ اتهارټي او د ګلګت بلتستان ډيزاسټر منيجمنټ اتهارټي سره د روابط لا ښه كولو او د بارانونو او خاورو كمرو رالوېدو له امله د ځپلو سترو لارو او سړكونو بحالۍ په اړه د اقدامات هدايت وكړو ۔وزيراعظم هدايت وكړو چې په ځپليو سيمو كښې د علاج معالجې تر ټولو آسانيو او د مرستې سامان پشمول د داروګانو او نورو ضروري څيزونو رسنه باوري كړئ۔وزيراعظم د پشكال بارانونو او د دې په لړ كښې د راپېدا شوي سېلابي صورتحال په نتيجه كښېپه شوو مرګونو د غم دړد څرګندونه وكړه او په حق رسېدلو كسانو لوړو درجو لپاره دعا او غم جنو كورنيو سره ئې غمرازي ښكاره كړه ۔وزيراعظم د بارانونو له امله په پېښو كښې ژوبل شوو ته د هر ممكنه مرستې وركولو هم هدايت وكړو۔

مضمون کا ماخذ : مڈاس گولڈ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں