هری پور۔14اپرېل (اے پی پی) د توان او پټروليم وفاقي وزير عمر ايوب خان د روژې مباركې مياشتې په پېل كېدو خپل خاص پېغام كښې وئيلي دا مياشتې د خاص رحمت او بركتونو مياشت ده۔ مونږ بايد دې كښې زيات نه زيات عبادت او ګناهونو نه توبه وكړؤ۔ هغه ووئيل دا مياشت د صبر ٬ زغم او د نورو د مرستې درس وركوي۔ هغه زياته كړه چې دې مياشت كښې بايد د هېواد پرمختګ او كورونا نه خلاصي له د زړه نه دعاګانې وغوښتلې شي۔