اسلام آباد۔2اپرېل(اے پی پی) داخله وزير شېخ رشيد احمد وئيلي دي په سیاچن بارډر سكاؤټس لوئي معمولي مړانې څرګندونه كوي۔ ګلګت بلتستان كښې د امن په اړه د جي بي سكاؤټس كردار د ستائنې وړ دے۔ د دې خيالاتو څرګندوه هغه د جمعې په ورځ ګلګت بلتستان سكاؤټس هېډكوارټرز ته د تللو په مهال وكړه۔ سکاؤټس هېډکوارټرز ته په رسېدو داخله وزير ته سلامي وړاندې وكړې شوه او داخله وزير د شهيدانو په يادګار د ګلونو څادر وغوړولو۔ په دې موقع داخله وزير ته د بي بي سكاؤټس په اړه بريفنګ وركړے شو۔ داخله وزير ووئيل ګلګت بلتستان كښې د امن په حقلله د جي بي سكاؤټس كردار د ستائنې وړ دے۔ هغه ووئيل ګلګت بلتستان د پاكستان په قامي هلو ځلو كښې شاملولو له ګامونه پورته كولې شي۔ ګلګت بلتستان د پاكستان په پرمختګ كښې بنيادي كردار ترسره كوي۔ شېخ رشید احمد زياته كړه چې د ديامر بھاشا ډېم جوړېدو سره به د پاكستان د توان او اوبو مسئلې ختمې شي۔