د خارجه وزير شاه محمود قرېشي د المان پارلمان صدر وولف ګانګ شوئبلے سره ملاقات ٬ پاكستان المان سره خپلې اړيكې ډېرې مهمې ګڼي۔ خارجه وزير شاه محمود قرېشي

image
APP55-120421 BERLIN: April 12 – Foreign Minister Makhdoom Shah Mahmood Qureshi held a meeting with Bundestag President, Wolfgang Schäuble in Parliament House. APP

برلن ۔12اپرېل (اے پی پی) خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي وئيلي دي پاكستان المان سره خپلې اړيكې ډېرې مهمې ګڼي۔ د دوه اړخيزه سياسي اړيكو ودې له د دواړو هېوادونو ترمينځه پارليماني رابطو زياتولو ته اړتيا ده۔ خارجه وزير د ګل په ورځ برلن كښې د المان پارليماني صدر وولف ګانګ شوئبلے سره ملاقات كولو۔ المان كښې د پاكستان سفير ډاكټر محمد فېصل هم خارجه وزير سره ؤ۔ د ملاقات په مهال په دوه اړخيزه اړيكو او د پارلمان په كچه د رابطو زياتولو په شمول د شريكې خوښې په بېلو چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ خارجه وزير د كورونا په وخت مخنيوي له د المان هڅې وستائلې۔ شاہ محمود قرېشی ووئيل قامي اسمبلۍ او سېنېټ كښې د پاك المان فرېنډشپ ګروپس موجودګي خوشبينه ده۔ خارجه وزير هيله ولرله چې دوه اړخيزه پارليماني رابطو ته وده وركولو او د يو بل تجربو نه ګټه پورته كولو له به الماني پارليمان كښې هم ” خصوصی فرېنډشپ ګروپونه جوړ كړے شي۔ خارجه وزير دوه اړخيزه اړيكې مستحكمولو له د دواړو هېوادونو ترمينځه د اقتصادي مرستې په زياتولو هم زور راوړو۔ شاہ محمود قرېشی فعاله الماني كمپنيو او سرمايه كارو ته پاكستان كښېې د سرمايه كاۍ بلنه هم وركړه۔ د پارليمان صدر د خارجه وزير د بلنې مننه كولو سره ووئيل د حالات معمول ته د راتللو سره به زه پاكستان ته راځم۔

مضمون کا ماخذ : لیپریچون کی خوش قسمتی۔
متعلقہ مضامین
مزید خبریں