اسلام آباد 05 اپرېل(اے پي پي) د صدر مملكت ډاكټر عارف علوي علماﺀ او مشائح ته وئېلي دي چې هغوي دې د روژې په مهال د كورونا څخه بچ كېدو لپاره په جوماتونو امام بارګاه كښې د اېس او پيز نفاذ لپاره د مشرۍ كردار ترسره كړي۔په خپله دې واكسين ولګوي او خلكو ته دې هم د دې ترغيب وركړي۔ده دا خبرې په روژه كښې د كورونا احتياطي تدابيرو په اړه علماﺀ او مشائح سره مشاورتي غونډې مشري كولو په مهال وكړې۔صدر مملكت كوم چې د كورونا رنځ سره مخ دې٬د وېډيو لنك د لارې د غونډې مشري وكړه۔په غونډه كښې د پنجاب٬سندھ٬خېبرپښتونخوا٬بلوچستان٬ګلګت بلتستان او آزاد كشمير څخه علماﺀ او مشائح ګډون وكړو۔وفاقي وزير پير نورالحق قادري او د وزيراعظم د روغتيا خاص مرستيال هم په ورچوئل غونډه كښې ګډون وكړو۔د پنجاب ګورنر چوهدري محمد سرور٬د سندھ ګورنر عمران اسماعیل، د بلوچستان ګورنر امان اللہ خان یاسین زئی، د ګلګت بلتستان ګورنر راجه جلال حسین مقپون، د آزاد كشمير چيف سېكرټري٬علماﺀ او مشائح ګډون وكړو۔صدر مملكت ووئيل چې علماﺀ مېډيا او سياسي مشران دې د كورونا څخه بچ كېدو لپاره اېس او پيز عملي كولو لپاره پېغامات جاري كړي۔ده ووئيل چې تېر كال علماﺀ كرام سره په مشوره چې كوم اېس او پيز تيار كړی شوي وو بايد په دې روژه كښې هم په ټولو جوماتونو او امام بارګاه كښې نافذ كړې شي۔ده خلكو ته ووئيل چې د روژې د وړومبې جمعې په مهال دې د استغفار لمونځ ادا كړي او د كورونا د وباﺀ څخه نجات لپاره دې د لوے څښتن څخه دعا وكړي۔صدر مملكت د كورنا وبا په مهال د علمائے كرامو د مرستې ستائنه وكړه او د دوي څخه يې د خپل كردار ترسره كولو هيله څرګنده كړه۔ده خلكو ته ووئيل چې زكواة او فطرانه دې ضرور ادا كړي چې دې سره د كورونا وباﺀ پھ مهال مالي ستونزو سره د مخ خلكو مرسته وكړې شي۔صدر مملكت د غونډې په مهال د علماﺀ او مشائح او نورو ګډون كونكو لخوا د ده زر روغتيا لپاره په دعا كولو مننه وكړه