اسلام آباد 22 جنوري (اے پي پي) قامي اسمبلۍ كښې د قامي اسمبلۍ غړي پير نور محمد شاه جيلاني، پخواني وزيراعظم مير ظفر الله جمالي، پخواني وزيراعظم نواز شريف او د حزب اختلاف مشر شهباز شريف مور ، پخواني ډپټي سپيكر حاجي محمد نواز كھوكھر، د سينيټر سراج الحق مور، سردار شيرباز مزاري او د سينئر خبريال ارشد وحيد چوهدري پشمول د نورو حق رسېليو لپاره لاس نيوه شوې ۔ د جمعې په ورځ د غونډې په پيل سپيكر ووئيل د قامي اسمبلۍ غري پير نور محمد شاه جيلاني، سينيټر كلثوم پروين، پخواني وزيراعظم مير ظفر الله جمالي، پخوانې اېم اين اے شيريں ارشد خان، جادم منګريو، پخوانې ډپټي سپيكر حاجي محمد نواز كھوكھر، پخوانې وفاقي وزير چوهدري انور عزيز او د هغه كورودانې ، د سندھ او پنجاب اسمبلۍ غړو ، د پخواني وزيراعظم نواز شريف او د مخالفې ډلي مشر شهباز شريف مور ، د پخواني صدر پرويز مشرف مور ، د جماعت اسلامي سينيټر سراج الحق مور ، پارليماني خبريال ارشد وحيد چوهدري ، سردار شير باز خان مزاري او هرنائي كښې د رامخې ته شوې پېښ شهيدانو لپاره دې دعا اوكړې شي ۔ غسې په دې مولانا عبدالاكبر چترالي اجتماعي دعا اوكړه۔