د غربت حل لپاره په نړيواله كچه د اجتماعي هڅو ضرورت دے۔د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق

image

اسلام آباد 17اکتوبر (اے پی پی)د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق وئېلي دي غربت يوه زياته شوې سماجي او معاشي مسئله ده٬ د غربت حل لپاره په نړيواله كچه د اجتماعي هڅو ضرورت دے٬د غربت خاتمې لپاره په عدل او انصاف اډانه ټولنې جوړول ضروري دي۔د زيارت په ورځ جاري شوي بيان كښې سپيكر د غربت خاتمې نړيوالې ورځ په موقع خپل پېغام كښې ووئېل غربت يوه نړيواله مسئله ده۔ده ووئيل په ټوله نړۍ كښې په خاص توګه پرمختګ كوونكو هېوادونو كښې اولس په يوه لويه شمېره كښې د غربت لاندې ژوند تېروي٬ غربت يوه زياته شوې سماجي او معاشي مسئله ده۔د قامي اسمبلۍ سپيكر ووئيل د غريبۍ حل لپاره په نړيواله كچه د اجتماعي هڅو ضرورت دے٬د غريبۍ خاتمې لپاره په عدل او انصاف اډانه ټولنه جوړول ضروري ده۔سپيكر سردار اياز صادق ووئيل د پاكستان پارليماني قانون سازۍ د لارې د هېواد څخه د غريبۍ خاتمې لپاره عزم لرو٬موجوده جمهوري حكومت د هېواد څخه د غريبۍ خاتمې لپاره په ترجيحي بنيادونو اقدامات كوي۔ده ووئيل د معياري تعليم او ښو طبي آسانيو ودې٬يو ښه او محفوظ سباؤن لپاره د غريبۍ خاتمه ضروري ده۔

مضمون کا ماخذ : aplicativos de apostas loteria
متعلقہ مضامین
مزید خبریں