د نیشنل ایکشن پلان کوآرډینیشن کمېټۍ غونډه كښې په نیشنل ایکشن پلان د عملدرآمد تندولو او د “نیشنل فیوژن سنټر” جوړولو اعلان

image

اسلام آباد۔3دسمبر(اے پی پی) د كورنيو چارو وزير محسن نقوي په مشرۍ كښې د نېشنل اېکشن پلان کوآرډینېشن کمېټۍ مهمه غونډه وشوه۔ په غونډه كښې د نېكټا او صوبو ترمينځه د مشاورت ښه كولو پرېكړه وكړې شوه۔ داخله وزير محسن نقوي ووئيل فعاله کوآرډینېشن لپاره نېشنل فیوژن سنټر جوړ كړے شوے۔ د بریفننګ په مهال ووئيل شول چې د روان كال تر اكتوبر مياشتې په 7984 انټېلی جنس بېسډ آپرېشنز كښې 206 ترهګر ووژلې شوي ۔ په غونډه كښې په سوشل ميډيا د کالعدم ترهګرو تنظيمونو د فعاليتونو مخنيوي لپاره د بشپړ اقدامات كولو پرېكړه وشوه۔ په دې لړ كښې به د پي ټي اے په مرسته د ترهګر ډلو اكاؤنټ بلاك كولې شي او د غېر قانوني سمونو مخنيوي له به صوبې د بشپړه تګلارې له مخې ګامونه پورته كوي۔ په راروانه غونډه كښې د پي ټي اے په شمول د ټولو اړوندو ادارو اعلی چارواكو ته د فعاله مېكنزم وړاندې كولو هدايت وشو۔ داخله وزير ووئيل په بلوچستان او خېبر پښتونخوا كښې د ترهګرۍ اوسنۍ پېښې د افسوس او غندنې وړ دي٬ د ترهګرۍ مخنيوي لپاره به په بلوچستان او خېبر پښتونخوا كښې د کاؤنټر ټیررزم فورس پېشه ور صلاحيتونه لا ښه كولو له بشپړه مرسته كوؤ او پوليس او اېف سي به مضبوطولې شي۔ ده ووئيل د امن وضعه ښه كولو له به ټولو له په ګډه كار كول وي۔ وفاقي وزير ووئيل د كار استعداد زياتولو له به د ټولو صوبو پوليس ته عصري ټېكنالوجي وركول وي۔ وفاقي وزير د قانون نافذ كوؤنكو ادارو ضرورتونه په ترجيحي بنيادونو د بشپړولو اعلان سره په 7 ورځو كښې د ټولو ادارو ضرورتونو رپورټ داخله وزارت ته د رالېږلو هدايت وكړو۔ محسن نقوی په ډاګه كړه چې نېکټا د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې د لېنډنګ كردار ترسره كړے ، نېكټا كښې مو اصلاحات پېل كړي ٬ د نېكټا اصل كردار بحالولې شي۔ په غونډه كښې د چينائي وګړو امنيت لپاره د شوو انتظامات جاج هم واغستلے شو۔ داخله وزير د چينائي وګړو حفاظت له په فول پروف سكيورټي پلان د عملدرآمد هدايت وكړو۔ ده ووئيل په کوسټل اېریاز كښې د نارکوټکس سمګلنګ مخنيوي لپاره به کوسټل ګارډز ته آسانۍ وركوؤ۔ په غونډه كښې د ترهګرۍ مخنيوي لپاره په شوو پرېكړو د عملدرآمد جاج هم واغستے شو۔ دغسې په اسلام آباد كښې د کاؤنټر ټېررزم اتھارټی په جوړولو د پېشرفت هم جاج واغستلے شو۔ په غونډه كښې د نېكټا کوآرډینېټر خالد خټک د جاج اغستو په دويمه غونډه د عملدرآمد په اړه بشپړ بريفنګ وركړو۔ د داخله چارو وفاقی سیکرټري ، نېشنل کوآرډینېټر نېکټا، آئي جي ، آئی جی رېلوېز پولیس، کمانډنټ فرنټیئر کانسټېبلري ، آئي جي اسلام آباد پولیس او د داخله وزارت او قانون نافذ كوونكو ادارو اعلی چارواكو غونډه كښې ګډون وكړو ۔

مضمون کا ماخذ : لاٹری ٹکٹ کے نتائج
متعلقہ مضامین
مزید خبریں