د قومی اسمبلۍ سپیکر د ماسکو دوري مقصد پارلمانی تبادلو د لاري د ملګرتيا اړيكي لا قوي كول دي ۔ د خارجه دفتر ويانده

image

اسلام آباد 29 نومبر (اے پي پي) د قومی اسمبلۍ سپیکر سردار ایاز صادق د روس خپل همڅنګ روسیې فیډریشن سټیټ ډوما چیئرمېن ولوډن ویاچسلاو وکټورووچ په خصوصی بلنه د ماسکو په سرکاری دوره دې۔د خارجه دفتر وياندي ممتاز زهره بلوچ د جمعې په ورځ پرېس بریفنګ كښې وئويل د قومی اسمبلۍ سپیکر په ماسکو كښې د ډوما چیئرمېن ولوډن ویاچسلاو وکټورووچ، فیډریشن کونسل چیئرپرسن ویلنټینا ماتویینکو، ډوما وائس چیئرمېن الیګزینډر باباکوف او مفتی اعظم کونسل نائب چیئرمېن دمیر مقتدینوف سره دوه اړخيزه ملاقاتونه كړي۔وياندي ووئيل د دې دورې مقصد د پارلیمانی تبادلو د لارې د دواړو هېوادونو حکومتونو او اولس ترمينځه د ملګرتيا اړيكي لا قوي كول دي۔دي ووئيل د ډوما او پاکستان قومی اسمبلۍ ترمينځه پارلیمانی مرستي او تبادلو ته پراختيا وركولو په اړه به اېم او یو هم لاس ليك كولې شي

مضمون کا ماخذ : میگا فارچیون
متعلقہ مضامین
مزید خبریں