بلوچستان كښې د پرمختګ مخ نيوے كوونكې ترهه ګر دي٬د هغوي ناوړه ارادې به شنډې كړی شي۔ د وفاقي وزير پروفيسر احسن اقبال د کچھی كينال بحالۍ پروژې پرانستې دستورې ته وينا

image

تونسہ بیراج/کوټ ادو 22 نومبر(اے پي پي)د منصوبه بندۍ٬پرمختګ او خاص اقدامات وفاقي وزير پروفيسر احسن اقبال وئېلي دي بلوچستان كښې د پرمختګ مخ نيوي كوونكې ترهه ګر دي٬د هغوي ناوړه ارادې به شنډې كړی شي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د جمعې په ورځ د كچهي كينال بحالۍ پروژې پرانستې دستورې ته خطاب كښې وكړه۔ده ووئيل كچهي كينال مهمه پروژه په كال 2018 كښې د مسلم ليګ(ن)په دور كښې بشپړه شوې وه خو كال 2022 كښې تباهي كونكې سېلاب څخه دا نهر ډېر وځپلے شو چې په نتيجه كښې يې زرعي څانګې سره تړون لرونكي خلق بې روزګاره شول ۔ده ووئيل د وزيراعظم په خاص هدايت د نهر د بحالۍ كار په ترجيحي بنيادونو بشپړ كړے شو۔ده ووئيل په كال 2018 كښې پرمختيائي بجټ 340 ارب روپو څخه 1000 ارب روپو ته ورسېد خو په كال 2022 كښې چې كله اقتدار راته ترلاسه شو نو بجټ 750 ارب روپۍ پاتې ؤ ۔د زياتې شوې آبادۍ په لړ كښې په پرمختيائي بجټ كښې اضافه ضروري ګرځولو سره ده ووئيل راتلونكو څو كلونو كښې به پاكستان په قوي بنيادونو اودرولې شي۔ده ووئيل وزيراعظم بلوچستان لپاره مختص وسائل كښې 40 فيصده زياتوالے كړے٬كوم چې د دې سيمې پرمختګ پلو مهم ګام دے۔ده ووئيل بلوچستان كښې د پرمختګ مخ نيوي كوونكې ترهه ګر دي٬د هغوي ناوړه ارادې به شنډې كړی شي۔احسن اقبال ځوانانو ته روزګار٬تعليم او خوشحالۍ وركول د حكومت مشن وګرځولو او باور يې وركړو چې د وزيراعظم شهبا شريف په مشرۍ كښې به د اولس خوشحالۍ لپاره پرله پسې كار روان ساتلې شي۔ده ووئيل د ترهه ګرۍ او انتهاخوښۍ له امله پرمختيائي پروژو ته زيان رسي۔ترهه ګر عناصر نه يوازې د بې ګناه اولس ځانونو لپاره خطر دے بلكې د صوبې معيشت او انفراسټركچر پرمخګ كښې هم خنډ جوړېږي۔ده ووئيل حكومت او قانون نافذ كوونكې ادارې د دې مسئلې مخ نيوي لپاره په ترجيحي بنيادونو اقدامات كوي خو دې سره سره د اولس شموليت او بنيادي آسانۍ هم ضروري دي دغسې چې خلق د پرمختګ په دې عمل كښې شامل شي۔د پرمختګ په لاره كښې امن او يووالے په ځاے ساتل ډېر مهم دے۔

مضمون کا ماخذ : سائٹس de loteria confiáveis
متعلقہ مضامین
مزید خبریں