پاکستان د وزیراعظم شهباز شریف په مشر تابه كښې د ځوانانو وړاندې تللو لپاره د موقعو ، اسانيو او مرستې وركولو لپاره څرګند کار كړے، د دولت مشترکه سیکرټري جنرل پیټریشیا سکاټ لینډ د ینګ انټرپرینیورز ایوارډز وركولو دستورې ته خطاب

image

اسلام آباد۔31جولائي (اے پي پي) د دولت مشترکه سیکرټري جنرل پیټریشیا سکاټ لینډ وئېلي دي پاکستان د وزیراعظم محمد شهباز شریف په مشرتابه كښې د ځوانانو وړاندې تللو لپاره د موقعو ، اسانيو او مرستې وركولو لپاره لوئي كار كړے، د چیئرمین وزیراعظم یوتھ پروګرام رانا مشهود احمد خان په مشرۍ كښې دا پروګرام د ځوانانو اختیارمندو جوړولو لپاره څرګند اقدامات کوي ، د ځوانانو اختیار منده حوړولو او د هېواد خوشحاله سباون لپاره د جدید ټیکنالوجۍ كارولو ته ضرورت دے، دولت مشترکه ینګ انټرپریوینیورز او انوویټرز له د هر ممکن اسانۍ ورسولو لپاره عزم لري ۔ د دې خیالاتو څرګندونه هغې د شورو په ورځ د ینګ انټرپرینیورز ایوارډز تقسیمولو دستورې ته خطاب کښې وكړه ۔دې ووئېل پاکستان كښې په زړه پورې هر كلي او كوربتوب د پاکستاني اولس او حکومت مننه كوم ۔ ما پاکستانے لباس اغوستلے چې دا ترې ثابتېږي چې زه هم پاکستانۍ يم ۔ هغې ووئېل د ځوانانو اختیار لرونكو جوړولو لپاره د وزیراعظم په مشرۍ كښې د پاكستان حکومت هلې ځلې د ستائنې وړ دي ۔ د پاکستان د اړخه د دولت مشترکه چارټرډ تر مخه د ځوانانو صلاحیتونو رامخې ته كولو لپاره اقدامات کېږي ۔ حوانانو ته روزګار او د کاروبار اسانۍ وركولو لپاره هلې ځلې د دوي د عزم عکاسي كوي ۔ هغې ووئېل په ټوله نړۍ كښې 60 فیصد ځوانان د 30 كاله نه كم عمره دي خو پاکستان كښې د 65 فیصده ځوانانو عمر د 30 كالو نه کم دے ۔ پاکستان دې ځوانانو له د جدید ټیکنالوجۍ په تربیت وركولو او دوي هنر منده جوړولو سره هېواد د ترقۍ په لاره روانولې شي او دا ځوانان د نړۍ په پرمختګ كښې هم هم کردار ادا كولې شي ۔ هغې ووئېل د پاکستانو څوانانو روښانه سباون لپاره هيله مند يو ار د دوي کامیابۍ لپاره هر ممکن مرستې او شراکت دارۍ لپاره چمتو يو ۔ د چیئرمین وزیراعظم یوتھ پروګرام رانا مشهود احمدخان په مشرۍ كښې دا پروګرام د ځوانانو اختیار منده جوړولو لپاره څرګند اقدامات كوي ۔ هغې ووئېل دا ایوارډز تر لاسه كوونكې به په سباون كښې هم کامیابۍ تر لاسه كوي ، دوي له په بيړه د بدلېدونكې نړۍ په تناظر كښې د خپل ځان بدلولو ضرورت دے۔ مصنوعي زېركتيا د اربونو ډالرو مارکیټ لري د كوم نه چې د جدید ټیکنالوجۍ د لارې استفادہ کېدې شي۔ هغې ووئېل پاکستان به په بيړه پرمختګ وكړي او دولت مشترکه په دې كښې پاکستان ته هر ممکن مرسته وركولو لپاره چمتو دے ۔ په دې مهال چیئرمین وزیراعظم یوتھ پروګرام رانا مشهود احمد خان ووئېل د دولت مشترکه د سیکرټري جنرل پیټریشیا سکاټ لینډ د پاکستان راتګ هر كلے كوو ۔ د دې د پاکستان دورې كولو څخه به د دولت مشترکه سره اړېكې لا مستحکمې شي۔ هغه ووئېل د دولت مشترکه پلاوي سره د ملاقات په مهال په ټولو څانګو كښې د دوه اړخيزه مرستې لا مستحکمولو له تفصیلي خبرې وكړې شوې۔ وزیراعظم محمد شهباز شریف د ځوانانو په مالي ټوګه اختیارمنده جوړولو ته پام لرنه كوي۔ د چیلنجز باوجود هېواد په سم لوري روان كړے شوے ۔ د صدر ایف پي سي سي آئي ایډوائزر افشاں ملک دستورې ته خطاب کښې ووئېل د کاروباري ځوانانو عزم او همت د ستائنې وړ دے ، دا ځوانان د هېواد معیشت لپاره د ملا د تير حیثیت لري،پاکستان د دولت مشترکه سره تجارتي او کاروباري اړېكې لري ٬ د دولت مشترکه سیکرټري جنرل پیټریشیا سکاټ لینډ د پاکستان دورې سره به دا اړېكې لا مستحکمې شي ۔ په دې مهال يوه ډاکیومنټري هم وړاندې كړې شوه

مضمون کا ماخذ : پشاور لاٹری
متعلقہ مضامین
مزید خبریں