اسلام آباد 26 جولائي (اے پي پي) د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال وئيلي دي آرټيفيشل انټيليجنس اوس د سباٶن نه بلكې موجوده حقيقت دے، پاكستان به په نړۍ كښې د آئي ټي او انفارمېشن پاور په توګه رامخې ته شي۔ ۔ ده د دې خيالاتو څرګندونه ده د جمعې په ورځ د مصنوعي زېركتيا په اړه غونډې ته خپلې وېنا كښې وكړه ۔ ده ووئيل د مسلم ليګ (ن) حکومت په كال 2017 كښې د آرټيفيشل انټيلي جنس قامي سينټر او په كال 2023 كښې د آرټيفيشل انټيلي جنس قامي ټاسك فورس جوړ كړل ٬ مونږ د وژن 2025 له مخې د جديد ټيکنالوجيز نيشنل سينټر فار ايکسي لينس جوړ كړو او هر سېنټر د اته لس پوهنتونونو انجينئرنګ ليب سره پېوست كړے شو٬ دا سېنټرز كه په وخت نه وو جوړ نو مونږ به وروستو پاتې شوي وٶ۔ احسن اقبال ووئيل ټاسک فورس دې په يو مياشت كښې ټولو شراكتدارو سره مشاورت بشپړ كړي ٬ په اګست كښې به د مصنوعي زېركتيا حتمي پاليسي کابينې ته وړاندې كولې شي۔ ده ووئيل ځينې هېوادونه د پاكستان زده كوٶنكو ته په جديد ټيکنالوجۍ كښې زده كړې لپاره ويزے نه وركوي خو مونږ به د دې ترلاسه لپاره پورا ھڅې كوٶ، دغسې د دې ټاسک فورس وږاندېزونه دې نورو صوبو سره هم شئېر كړے شي٬ ده ووئيل صحت، تعليم، فنانس او د زراعت په څانګو كحې آرټيفيشل انټيليجنس سره انقلابي نتيجې ترلاسه كېدې شي، ډېر زر به آرټيفيشل انټيليجنس لپاره يو نېشنل كنفرنس كښې د ګرد هېواد پوهانو له د ګډون بلنه وركوو۔ ده ووئيل يو سياسي ګوند ځوانانو ته د آرټيفيشل انټيلي جنس د منفي استعمال لاره ښائي٬ په دې وروستيو كښې د مېرمنو د آرټيفيشل انټيلي جنس د لارې كردار كشي وشوه ٬ مونږ به آرټيفيشل انټيلي جنس كردار كشۍ لپاره نه بلكې قامي پرمختګ لپاره كارو۔ ده ووئېل د تعليم وزارت، د انفارميشن ټيکنالوجي وزارت ، چيمبر آف کامرس اينډ انډسټري او نجي كمپنۍ به رابللې شي دغسې چې د ټاسک فورس په وړانېزونو عملدرامد باوري كړے شي۔