د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ كښې د وفاقي كابينې غونډه٬ فرينکفرټ كښې د پاکستان په قونصلګرۍ د بريد او د پاكستاني بېرغ د بې حرمتۍ غندنه٬ مظلومو فلسطينيانو سره د يووالي څرګندونه او د اسرائيلي ظلم او بربريت غندنې لپاره قرارداد منظور

image

اسلام آباد 24 جولائي (اے پي پي) وفاقي کابينې فرينکفرټ كښې د پاکستان په قونصلګرۍ د بريد او د پاكستاني بېرغ د بې حرمتۍ غندنه كړې ده ٬ دغسې د مظلومو فلسطينيانو سره د يووالي څرګندونې او د اسرائيلي ظلم او بربريت غندنې لپاره قرارداد منظور كړے شو٬ په هېواد كښې كاروباري هلو ځلو٬ سرمايه کارۍ او د سېلګرۍ ودې لپاره 126 هېوادونو لپاره آئن لائن ويزه اېپلي كېشن سسټم د نفاذ هم منظور وركړې شوه چې پكښې د دې هېوادونو وګړې به په 24 ساعتو كښې بزنس او ټورسټ ويزه ترلاسه كولې شي۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې د وزيراعظم محمد شهباز شريف په مشرۍ كښې د وفاقي كابينې غونډه د شورو په ورځ وشوه ٬ غونډې كښې د خبرو په مهال وزيراعظم ووئيل په فلسطين كښې روانو د اسرائيل اوسنو ناوړه كاروائيو په تاريخ كښې مثال نه موندلے كېږي۔ ده ووئيل غزه او د فلسطين په نورو سيمو كښې بې ګناه ماشومان او د مېرمنو پشمول هر وګړے اسرائيلي بربريت سره مخ كېږي۔ ده ووئيل ما په آستانه كښې د شنګھائي مرستې تنظيم او د شنګھائي مرستې تنظيم پلس په کانفرنسز كښې د فلسطين مظلوم اولس لپاره بشپړ غږ پورته كړے۔ وزيراعظم د فلسطين مسئله د ملګرو ملتونو د قراردادونو له مخې په حل كولو زور راوړو۔ ۔وزيراعظم او د کابينې غړو فرينکفرټ، المان كښې په پاکستاني قونصلګرۍ د ترسره شوي بريد او د پاكستاني بېرغ د بې حرمتۍ په سختو ټكو غندنه وكړه۔ وزيراعظم ووئيل په دې پېښه كښې د ككړو كسانو په ضد سخته قانوني كاروائي پكار ده۔ وزيراعظم د ترهګرۍ او اوسنيو كاروائيو په سختو ټكو غندنه كولو سره په دې پېښو كښې شهيدو شوو د امنيتي ځواكونو ځوانانو ته پېرزوئنې وړاندې كړې او د هغوي لوړو درجو لپاره ئې دعا هم وكړه۔ وفاقي کابينې په هېواد كښې د کاروباري هلو ځلو٬ سرمايه کارۍ او د سېلګرۍ ودې لپاره 126 هېوادونو لپاره د آن لائن ويزه ايپلي کيشن سسټم د نفاذ منظوري هم وركړه چې پكښې د دې هېوادونو وګړې به په 24 ساعتو كښې بزنس اور ټورسټ ويزه ترلاسه كولې شي، د دې 126 هېوادونو وګړي به د ويزه پراسېسنګ فيس څخه هم مستثنيٰ وي٬ د دې نه علاوه د درېم هېواد پاسپورټ لرونكي سکھ ياتريانو لپاره ويزه آن آرائيول سهولت لپاره د جلا سب۔کيټيګري منظوري هم وركړې شوه٬ په دې لړ كښې وفاقي داخله وزارت به يو ډېش بورډ هم جوړوي كوم چې به د آن لائن ويزه نظام نګراني كوي٬ وفاقي کابينې اسلام آباد، بلوچستان، سندھ، لاهور او پېښور لپاره د هائي کورټس او د قانون او انصاف وفاقي وزارت په سفارش د بېنكونو مقدمو په اړه د خاص عدالتونو او بېنكنګ کورټس نوټيفائي كولو منظوري وركړه٬ سکيورټي اينډ ايکسچينج کميشن آف پاکستان ايکټ 1997 سيکشن 37 له مخې به د اسلام آباد هائي کورټس تجويز كړے شوے سپيشل کورټ(Offences in Banks) اسلام آباد، هائي کورټ آف بلوچستان، د کوئټه تجويز كړے شوي سپيشل کورټس (Offences in Banks) کوئټه، هائي کورټ آف سندھ، د کراچۍ تجويز كړېے شوې سپيشل کورټ (Offences in Banks) کراچۍ، د لاهور هائي کورټ، د لاهور تجويز كړے شوې اسپيشل کورټس (Offences in Banks-I & II) لاهور، سپيشل کورټ (Offences in Banks)، ملتان او د پېښور هائي کورټ، پېښور تجويز كړے شوے بېنکنګ کورټ 1، پېښور جوړولې شي٬ دا خاص او بېنکنګ عدالتونه به د سکيورټي اينډ ايکسچينج کميشن له مخې كار كوي۔ وفاقي کابينې د پاکستان او ډنمارك ترمېنځه لاجسټکس، ټرانسپورټ، ګرين اينډ سسټين ايبل ګروتھ، واټر ويسټ مينجمنټ، اربن ګرين ډويلپمنټ، متبادل توان او د بنيادي ډھانچې جوړولو په څانګو كښې د پبلک پرائيويټ پارټنر شپ ودې په اړه د مفاهم په يادښت د لاسليك منظوري هم وركړه۔ دغسې وفاقي کابينې په غونډه كښې مظلومو فلسطينيانو وروڼو خوېندو او كوچنيانو سره د يووالي څرګندونې او د اسرائيل ظلم او بربريت په سختو ټكو غندنې لپاره د قرارداد منظوري وركړه۔ په قرارداد كښې ووئيل شول چې د 7 اکتوبر كال 2023 نه تر اوسه د اسرائيل د ظالمانه اقداماتو له امله 39 زره نه زيات فسلطينيان شهيدان شوي چې پكښې بې ګناه كوچنيان، مېرمنې، مشران، ځوانان او د هر عمر او طبقې تعلق لرونكي تش لاسي او بې ګناه وګړي شامل دي، سول آبادي، روغتونونه، سكولونه، د ملګرو ملتونو او ميډيا دفترې او وركرز او د خبريالانو پشمول يو كس هم د اسرائيلي بمونو٬ ډزو او د قتل عام د بلا امتياز كمپائن نه محفوظ نه دي ٬ فلسطيني سيمې اديرې او د ملبې ډهېري جوړ شوي، دا ډول سفاکي، بربريت او د ظلم مثال په اوسني تاريخ كښې نه موندلے كېږي، د اسرائيل ظلم لپاره يوازې غندنه كافي نه ده ځكه چې د انصاف د نړيوال عدالت پرېكړو٬ د ملګرو ملتونو قراردونو، د بشري حقوقونو تنظيمونو، د ادارو غوښتنې او د ګردې نړۍ د مهذب او انصاف پسند اولس احتجاج باوجود د اسرائيل ظلم روان دے٬ دې لپاره نړيواله ورورولي او نړيوالې ادارې دې په نسل کشۍ او جنګي جرائمو كښې د ككړ رياست په ضد د بنديزونو پشمول قانوني ، سفارتي او انتظامي اقدامات وكړي٬ د يو وحشي رياست د نړيوال قانون او د بشري حقونو پابند كولو سره سره دې د نورو بې ګناه وګړو وينه بهيولو لاره ونيولې شي ګني نو دا اور به د ګردې نړۍ امن ته زيان ورسوي٬ په قرارداد كښې د اسرائيل په ضد د جنګي جرائمو مقدمه چلولو مطالبه وشوه٬ د انصاف نړيوال عدالت په فلسطين سيمو كښې د اسرائيل موجودګي غېر قانوني او په فلسطيني سيمو كښې د اسرائيلي آباديو جوړول د نړيوال قانون خلاف ورزي ګرځولې ٬ د انصاف نړيوال عدالت فلسطينيانو له د زرتلافي وركولو او د زيانونه ادا كولو هم امر كړے ۔ اسلامي جمهوريه پاکستان د اسلامي هېوادونو په متحده تنظيم او آئي سي هم زور رواړي چې په دې لړ كښې متفقه او متحده اقدامات لپاره بيا د سره هڅې پېل كړي او اسلامي نړۍ دې د متفقه لائحې په جوړولو غور وكړي٬ وفاقي کابينې په 4 جولائي آستانه كښې د شنګھائي مرستې تنظيم سر مشريزه غونډه كښې د فلسطين د صورتحال پحقله د واضح موقف بيانولو ستائنه كولو سره د دې بشپړ تائيد وكړو او نړيوالې ورورولۍ څخه ئې غوښتنه وكړه چې د انسانيت په ضد د جرائمو په ارتکاب دې اسرائيل د رياست په توګه ځواب وركوٶنكے وګرځولے شي او د بې ګناه وګړو قاتلان دې په سمدستي توګه انصاف سره مخ كړے شي٬ پخپله د انصاف نړيوال عدالت هم د اسرائيل ناوړه كاروائۍ د فلسطينيانو نسل كشي ګرځولې ٬ دغس ېنړيواله ورورولۍ دې په غزه كښې په سمدستي توګه د جنګۍ بندۍ او د انساني مرستې رسنې لپاره خپلې هڅې ګړندئ كړي٬ د اسلامي جمهوريه پاکستان وفاقي کابينه د پاکستان اولس او رياست نمائندګي كولو سره د دې عزم پخلے كوي چې د فلسطين او د مقبوضه جمو و کشمير د اولس آزادۍ ،د ملګرو ملتونو او د نړيوال قانون له مخې به د حقونو تر وركولو د دوي هر ډول مرسته روانه ساتي، د فلسطين وګړو لپاره د خوراك پشمول نور ضروري سامان وركولو لپاره به د وړاندې نه زياتې هڅې كولې شي٬ پاکستان يو ځل بيا په ملګرو ملتونو او نړيوالې ورورولۍ زور رواړي چې د مقبوضه سيمو زړو شخړو حل لپاره د تاخير نه غېر اقدامات وكړي٬ القدس الشريف پايه تخت او د 1967 نه وړاندې پولو باندې د مشتمل فلسطيني رياست په جوړولو اډانه دوه رياستي حل لپاره دې بيا د سره او د نتيجې وړ هلې ځلې وكړې شي۔

مضمون کا ماخذ : bolão dupla sena
متعلقہ مضامین
مزید خبریں