د شنګھائي مرستې تنظيم طاقت په سياسي او اقتصادي ډلو او بشپړه كلتوري تنوع كښې دے،په اقتصادي توګه د كوټلې سيمي شريك وژن مخ په وړاندې بوتللو ته اړتيا ده، د اولسي او كلتوري رابطو تبادلو ته د ودي وركولو ملاتړ كوو۔وزيراعظم شهبازشريف

image

اسلام آباد 16 اكتوبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهبازشريف وئيلي دي د شنګھائي مرستې تنظيم طاقت په سياسي او اقتصادي ډلو او بشپړه كلتوري تنوع كښې دے٬ په اقتصادي توګه د كوټلې سيمي شريك وژن مخ په وړاندې بوتللو ته اړتيا ده،د اولسي او كلتوري رابطو تبادلو ته د ودې وركولو ملاتړ كوو ، په يووالي مونږ سماجي او اقتصادي پرمختګ، سيمه ايز امن او استحكام او د خپلو وګړو د ژوند معيار ښه كولې شوو، غير متوقع موسمياتي بدلون د انسانيت وجود لپاره تر ټولو غټ خطر دے، اېس سي او هېوادونو ترمينځه لوظنامو او اېم او يوز له د عملي شكل وركولو وخت دے۔د شورو په ورځ د شنګھائي مرستې تنظيم د مشرانو كونسل 23مي غونډي ته وينا كښې وزيراعظم ووئيل مونږ خپلو ميلمنو ته د نړۍ تر ټولو ښكلي پلازمينه اسلام آباد كښې هركلے وايو،د اېس سي او مشرانو كوربتوب زمونږ لپاره د اعزاز خبره ده كوم چې د نړۍ د 40 فيصده آبادۍ نمائندګي كوي، د اېس سي او شنګھائي سپرټ د كوټلي پرمختګ ، سوكالۍ ، اجتماعي سلامتيا او په شريكه استفاده اډانه د شريك عزم عكاسي كوي۔د نن غونډه زمونږ د متنوع قامونو ترمينځه د اړيكو او د مرستې د قوت عكاسي ده، يووالي سره مونږ سماجي او اقتصادي پرمختګ، سيمه ايز امن او استحكام او د خپلو وګړو ژوند ښه كولې شي۔په دې مهمه موقع د خيالاتو څرګندونې ، د خپلو ښو تجربو تبادلو او د جامع تګلارو منصوبو ته عملي شكل وركولو ته اړتيا ده چې ورسره به زمونږ معيشتونو او ټولنو ته ګټه ورسي۔هيله لرم چې په غونډه كښې د خبرو اترو نتيجې به د اېس سي او سيمي اولس لپاره ښې ثابتې شي۔وزيراعظم ووئيل مونږ د تاريخي بدلونونو سره مخ يو چرته چې سماجي، سياسي،معاشي او د سلامتي منظرنامه بدليږي۔ زه باور لرم چې زمونږ اجتماعي پوهې سره به د غړو هېوادونو اولس له زيات سوكاله ، مستحكم او محفوظ سباون وركړے شي۔وزيراعظم ووئيل تير كال كله چې پاكستان د دې وقار لرونكې فورم صدارت سنبھال كړو نو مونږ سيمه ايز امن او استحكام، شريكو رابطو او د كوټلي پرمختګ په څانګو كښې د خپلو ترجيحاتو د عزم پخلے وكړو او سماجي او كلتوري اقدامات ته مو وده وركړه، كوم چې زما په خيال كښې د تنظيم سبون او زمونږ اجتماعي پرمختګ لپاره زيات اهميت لري،د خپلو وروڼو غړو هېوادونو په مرسته مونږ په دې لاره روانيدو كښې بريا وموندله او د كومې څيره چې د غونډي په شريكه اعلاميه كښې تر نظره كېږي ۔ وزيراعظم ووئيل د پاكستان صدارت په مهال ځيني مثبت او مستقل اقدامات شوي،په دې كښې د اېس سي او بنيادي اقتصادي ترجيحي بنياد جوړولو تصور، د تنظيم غړو هېوادونو ترمينځه د تجارت ودي لپاره د تنظيمونو ترمينځه مرسته ، د تخليقي معيشت پرمختګ په ميدان كښې د غړو هېوادونو ترمينځه د مرستې فريم ورك او د اېس سي او نيو اكنامك ډائيلاګ پروګرام په څير اقدامات شامل دي۔وزيراعظم په اجتماعي توګه د دې تصورات عملي نفاذ لپاره تګلارې خپلولو د عمل جوګه وړاندېز وركولو سره ووئيل د دې د لاري اقتصادي او تجارتي څانګو كښې د غړو هېوادونو ترمينځه موجوده مرسته قوي كيدې شي۔وزيراعظم ووئيل د شنګھائي مرستې تنظيم په اړه افغانستان مهم هېواد دے ، په سماجي او اقتصادي توګه مستحكم افغانستان د ټولو غړو ترمينځه ښو رابطو لپاره د عمل وړ او په اقتصادي توګه ګټه ور تجارتي او ټرانزټ راهدارۍ وړاندې كولې شي، دې مقصد ترلاسه كولو لپاره مستحكم افغانستان ته اړتيا ده،بايد نړيواله ورورولي يو پلو د انساني بحران او معاشي بدحالۍ مخنيوي لپاره د افغانستان د عبوري حكومت مرسته وكړي او بل پلو د افغانستان عبوري حكومت ته سياسي شموليت ته ودي وركولو لپاره كوتلو اقدامات كولو سره سره دا خبره د باوري كولو غوښتنه هم وكړي چې د افغانستان خاوره به د كومي بلي ادارې يا تنظيم د لارې د ګاونډي هېوادونو په ضد د ترهه ګرۍ لپاره نه كارولې كېږي۔ وزيراعظم ووئيل اقتصادي مرستې د اېس سي او مهمه نكته ده چې د ټرانسپورټ او توان راهدارۍ په شان د سيمه ايزي بنيادي ډھانچې منصوبو كښې د سرمايه كارۍ اقتصادي انضمام ته ضوروت دے ۔پاكستان په دې لړ كښې تر 2030 د توان څانګه كښې مرستې ته ودي وركولو لپاره د تګلارې سره د شنګھائي مرستې تنظيم د مشرانو د پريكړو او د سرمايه كارو اېسوسي ايشن جوړولو هركلے كوي۔ وزيراعظم د شنګھائي مرستې تنظيم هېوادونو د اړخه د رابطو د ټولو اقداماتو هركلي كولو سره ووئيل پاكستان يو قوي اېس سي او كنيكټيويټي فريم ورك جوړولو له په زړه پورې ملاتړ كوي ٬ دې سره به نه يواځي سيمه ايز تجارت لپاره ګيټ وے وركړې شي بلكه يورو ايشيائي رابطې او د تجارت وژن به هم مخ په وړاندې بوتللے شي، بيلټ اينډ روډ انيشي ايټو ، چين پاكستان اقتصادي راهداري او انټرنيشنل نارتھ سائوتھ كوريډور په څير منصوبې د سړكونو ، ريلوے او ډيجيټل انفراسټركچر ته پام لرني كولو سره رابطو زياتولو لپاره استعماليدې شي۔ وزيراعظم ووئيل دې منصوبو ته په سياسي تناظر كښې نه بلكه د خپلو اجتماعي رابطو صلاحيتونو كښې د سرمايه كارۍ تر نخه كتلو ته اړتيا ده۔ وزيراعظم ووئيل د غريبۍ مقابله كول نه يواځي اخلاقي ضرورت دے بلكه د معاشي پرمختګ او سوكالۍ يو بنيادي محرك دے۔ د شنګھائي مرستې تنظيم په پولو كښې دننه د غريبې آبادۍ زياته شميره مونږ د غريبۍ ختمولو لپاره په نزدې مرسته كولو مجبوروي، د اېس سي او خصوصي وركنګ ګروپ مستقل چيئر په حيث د غريبۍ مخنيوي لپاره پاكستان ګڼ شريك سيمينارونه، ويبنارز كړي چې مقصد يې د علم او ښو تګلارو سره د غريبۍ مخنيوي له اقدامات باوري كول دي، مونږ له به د غريبۍ بنيادي وجوهات لرې كولو له اجتماعي هڅو كښې خپل كردار روان ساتل وي او غړو هېوادونو له به د خپلو اقتصادي صلاحيتونو څخه بشپړه استفادې كولو ،كوټلي پرمختګ او د خپلو وګړو د ژوند مجموعي معيار ښه كول وي۔ موسمياتي بدلونونو او د دغې په نتيجه كښې د شوو زيانونو ذكر كولو سره ده ووئيل غير متوقع موسمياتي بدلون د انسانيت وجود لپاره تر ټولو غټ خطر دے ځكه چې د دې تباهي زياته ده، د موسمياتي بدلونونو مقابله كولو او د اېس سي او سيمه كښې د ماحوليات تحفظ، كوټلي پرمختګ، اقتصادي استحكام او سماجي ښېګړه باوري كولو له شريكو ګامونو ته اړتيا ده۔ده ووئيل پاكستان موسمياتي خطرو سره د مخ هېوادونو په فهرست كښې وړومبے دے، پاكستان د غړو هېوادونو ترمينځه ماحولياتي مرستې ته ودي وركولو او موسمياتي موزونيت حامي دے دغسې چې زمونږ موجوده او نوو نسلونو لپاره محفوظ سباون باوري كړې شي، پاكستان د ماحولياتي تحفظ په اړه اوسنيو كښې د شوې اېس سي او لوظنامې هركلے كوي او په غړو هېوادونو زور راوړي چې په سيمه ايزه او نړيواله كچه داسې هڅو كښې په فعاله ډول مرسته باوري كړي۔وزيراعظم ووئيل پاكستان په ټيكنالوجي اډانه د فعاله ډيزاسټر مينجمنټ سسټم جديد ماډل لري كوم چې موسمياتي بدلونونو په اړه هنګامي صورت حال څخه وړاندې څخه خبرتيا وركوي۔ پاكستان په دې لړ كښې د شنګھائي مرستې تنظيم هېوادونو اړوندو وزارتونو او محكمو لپاره د مشقونو كولو منتظر دے دغسې چې د خپلو هېوادونو لپاره د مخصوص آفتونو مخنيوي له اقدامات وكړې شي۔ وزيراعظم ووئيل يو اړخيزه فشار او تحفظ خوښي اقدامات د نړيوال قانون په ضد دي ٬ دې سره د اقتصادي پرمختګ لاره نيولو سره سره د متاثره هېوادونو سائنسي او تكنيكي پرمختګ ته په غير متناسب توګه زيان رسي۔ نړيوالې مالياتي ډھانچې، نړيوال تجارت، د ټيكنالوجي نظام او نړيوال مساوات ته ودې وركولو له اصلاحات كوول ته ضرورت دے ،د تيرو څو كلونو په مهال مونږ د شنګھائي مرستې تنظيمي د پرمختيائي مرستې بنياد قوي كړے ٬ دا احساس هم زياتيږي چې د تنظيم هيلو او كاركردګۍ ترمينځه يوه خلا شته۔ دا په خاص توه د هغه لوظنامو او اېم او يوز نفاذ په اړه مهمه ده په كومو چې لاس ليك شوے۔ وزيراعظم شهباز شريف ووئېل خپلو سياسي خواهشاتو ته د عملي شكل وركولو وخت راغلے۔ وزيراعظم ووئيل اېس سي او د كنسورشيم آف اكنامك ايناليټك تھنك ټينك سكالرانو مهم فورم دے كوم چې د معيشتونو او تجارتي رجحانات پيچيدګۍ نه خبر دےا و د دغه سكالرانو معلومات سيمه ايز اقتصادي او تجارتي منظرنامې ښې كولې شي۔ د كنسورشيم مشر په حيث پاكستان سږ كال د ګټه ور تحقيقي كار قيادت كړے كوم به چې غړو هېوادونو سره شريكولې شي۔ وزيراعظم ووئيل د اېس سي او مشرانو په توګه مونږ له د خپلو نجي څانګو ډاډګيرنې ته اړتيا ده دغسې چې اېس سي او سيمه كښې كاروبار او د سرمايه كارۍ ودي له ښه ماحول پيدا كړې شي۔د پاكستان فيډريشن آف چيمبرز آف كامرس اينډ انډسټري د اېس سي او بزنس كونسل په مرسته په 12 ستمبر 2024 اسلام آباد كښې د اېس سي او خارجه وزيرانو غونډې په موقع يو ګټه ور كنفرنس كړے۔د پاكستان كاروباري ورورولۍ ترمينځه رابطو زياتولو لپاره باقاعدګۍ سره دې ډول دستورې له د اېس سي او بزنس كونسل ډاډګيرنه كوي۔ده ووئيل د تنظيم غړي هېوادونه په شريكه د قبلولو وړ كرنسيو كښې د تصفيه ضرورت په اړه يو واضحه اتفاق شته،د تنظيم په ځيني غړو هېوادونو د يو اړخيزه بنديزونو ترمخه اېس سي او د انټربينك يونين ،د بينكنګ په مسئلو خبرو اترو او د مسائلو حل لپاره مهم فورم دے كوم چې په ګڼ اړخيزه اثرات اډانه اقدامات د لارې سيمه كښې تجارت زياتولې شي۔ وزيراعظم د شنګھائي مرستې تنظيم د اړخه د متبادل پرمختيائي فنډنګ ميكانزم جوړولو د تجويز ملاتړ كولو سره ووئيل دې سره به د تعطل ښكار بيل پرمختيائي اقدامات مخ په وړاندې بوتللو له مرسته تر لاسه شي۔مونږ د اېس سي او د پراجيكټ هلو ځلو لپاره د مالي مرستې په اړه د اېس سي او كونسل آف هيډز آف اسټيټ په وخت د پريكړو هركلے كوو۔ وزيراعظم ووئيل پاكستان باور لري چې يو قوي او كوټلے شنګھائي مرستې تنظيم سيمه كښې كوټلے پرمختګ مخ په وړاندې بوتللے شي، پاكستان د اېس سي او سيكريټريټ او اېس سي او آر اے ټي اېس له مناسب وسائل وركولو پشمول اېس سي او كښې د اصلاحات او جدت لپاره د ھڅو مرسته كوي،دې سره به د تنظيم د پريكړو او نفاذ صلاحيتونه زيات شي۔ وزيراعظم ووئيل د شنګھائي مرستې تنظيم طاقت په سياسي او اقتصادي ډلو او په بشپړه كلتوري تنوع كښې دے٬ په اقتصادي توګه د كوټلې سيمي شريك وژن مخ په وړاندې بوتللو ته اړتيا ده،د اولسي او كلتوري رابطو تبادلو ته د ودې وركولو مرسته كوو ، ده ووئېل مونږ په يووالي سماجي او اقتصادي پرمختګ، سيمه ايز امن ٬ استحكام او د خپلو وګړو د ژوند معيار ښه كولې شو، غير متوقع موسمياتي بدلون د انسانيت وجود لپاره تر ټولو غټ خطر دے، دغسې دا د اېس سي او هېوادونو ترمينځه د لوظنامو او اېم او يوز له د عملي شكل وركولو وخت دے۔

مضمون کا ماخذ : لاٹری کے اعدادوشمار
متعلقہ مضامین
مزید خبریں